د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي ۷۵ زندانیان له بند خوشې شول


دا بندیان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څرخي پله له زندان خوشې شول.
دا بندیان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د څرخي پله له زندان خوشې شول.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ۷۵ زندانیان چې د افغانستان په زندانونو کې وو، له حکومت سره د سولې د شوې موافقتنامې په اساس خوشې شول او خپلو کورنیو ته ستانه شول.

دا د حزب اسلامي درېیمه جوپه د زندانیانو ده چې له زندانونو خوشې کیږي. تر دې وړاندې د حزب اسلامي ۶۹ زندانیان د شوې موافقتنامې په اساس له زندانونو خوشې شوي وو.

دا ۷۵ زندانیان چې نن د څرخي پله په زندان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خوش شوې، ۳۸ پکې د باګرام له زندان او ۳۷ د څرخي پله له زندان ازاد کړای شوي دي.

دغو هر یوه زندانیانو کلونه کلونه په زندان کې تیر کړي دي. یو شمېر په جنګ کې نیول شوي خو یو شمېر نور بیا وايي، چې بې ګناه وو او یوازې د حزب اسلامي په غړیتوب زنداني شوي وو.

مولوي شمس الله څلور کاله د څرخي پله په زندان کې تیر کړي، نه یوازې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې شوې موافقتنامې ته وايي غاړه ږدي بلکې د سولیز ژوند تضمین هم یادوي. هغه وویل "مونږ ټول تضمینونو ورکړي نور به عادي ژوند کوو".

د باګرام له زندان بیا یو شمېر د حزب اسلامي خوشې شوي زندانیان وايي، چې له نظام سره په جګړه کې نه وو او یوازې د حزب په نوم زندان ته اچول شوي وو.

ځینو ادعاء کړې وه، چې د حزب اسلامي په خوشې کېدونکو زندانیانو کې د داعش ډلې جنګیالي هم شتون لري، خو د کورنیو چارو وزارت د زندانونو د عمومي ریاست د اړیکو رئيس جنرال شاه میر امیرپور وايي، پدوی کې داعشیان نشته.

جنرال امیرپور وویل" د دوی په منځ کې د داعش غړي هیڅ وجود نه لري. دوی هغه کسان دي، چې د داعش له شتون مخکې له مونږ سره محکوم او زنداني وو".

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې موافقتنامې د تطبیق ګډ کمیسیون وايي، چې له هر زنداني تضمینونه اخېستل شوي دي.

بل لورته د حزب اسلامي ویاند نادر افغان وايي، چې لا هم دوه زره او درې سوه زندانیان یې په زندانونو کې دي.

نادر افغان وویل" امید دی چې دوی به هم ژر خوشې شي".

حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کال وړاندې له حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ او یو شرط پکې د زندانیانو خوشې کول وو.

XS
SM
MD
LG