د لاس رسي وړ اتصالات

اویا زره امنیتي ساتوونکي د ټاکنو مرکزونو امنیت ساتلو ته ګمارل شوي


کندز کې د ټاکنو په ورځ طالبانو له خوا پر دغه ښار د اتو توغندو د لګیدلو خبر ورکړل شوي، خو خلک بیا هم په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.
کندز کې د ټاکنو په ورځ طالبانو له خوا پر دغه ښار د اتو توغندو د لګیدلو خبر ورکړل شوي، خو خلک بیا هم په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، اویا زره امنیتي ځواکونو منسوبین د رایې اچونې د مرکزونو او محلونو د امنیت د ټینګښت لپاره په کابل او ولایتونو کې ګمارل شوي دي ، خو د دغو ترتیباتو سره سره د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې امنیتي پیښې هم پیښې شوي دي .

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارت چارواکي وايي، اویا زره امنیتي منسوبین نن د شنبې د ورځې (تلې ۲۸ مه) د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د ساتلو لپاره ګمارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د رسنیو په مرکز کې یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې له کندهار او غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې ۴۹۰۰ مرکزونه د څه باندې ۲۰ زرو محلونو په لرلو سره د رایې اچوونکو پر مخ نن پرانیستي دي..

په دغه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو د وزارت سربیره، د دفاع، ، ښځو چارو او پوهنې وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویندویانو ګډون کړی وو.

دسیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وویل، چې اوس مهال په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر جریان لري او هېڅ ډول امنیتي ستونزه نده رامنځته شوې.

امنیتي پیښې

نن تر غرمې پورې د کابل په ښار کې څلور چاودنې شوي، چې د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا په دریو لومړیو چاودنو کې چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د کورنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن د غرمې وړاندې د کابل ښار په دولسمه، پنځلسمه، شپاړسمه امنیتي حوزو کې ځای پرځای شوي ماینونه چاودیدلي، خو چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي بهار مهر وویل د دغو چاودنو هدف د رایې اچونې مرکزونه وو، خو د سختو امنیتي تدابیرو له امله چاودیدونکي توکې د رایې اچونې له مرکزونو وړاندې ځای پر ځای شوي وو، چې له امله تلفات نه دي پیښ شوي.

ښاغلي بهار مهر د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یوه بله چاودنه هم تائید کړه، خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.

د پسښې له ځایه عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د درییم پروان په سیمه کې په دې چاودونه کې ملکي وګړو ته د سر زیان هم پیښ شوی دي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئيس امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د درییم پروان د چاودنې له ځایه درې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کابل پرته د کندز له ولایت څخه هم په ورکړل شوو راپورونو کې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو د اتو توغندو د لګیدلو خبر ورکړل شوی دی.

په کندز کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمن وايي، دا توغندي د سهار ۷:۳۰ بجو راپه دیخوا د کندز پر ښار ویشتل شوي چې دوه یې د فاطمة الزهرا په لیسه کې یو یې د شیرخان په لیسه کې او نور په لارو کوڅو کې لګیدلي دي.

خو په دغو بریدونو کې د پیښ شوي سر د زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د نورو ولایتونو څخه تراوسه د امنیتي پیښو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه په یو شمیر ولایتونو کې د ټاکنو د مرکزونو باندې د بریدونو خبرونه ورکړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس وايي، د شنبې د ورځې تر غرمې یې د هیڅ کوم ولایت څخه د کومې لوی امنیتي پیښې راپور نه دی ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG