د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې هوایي بریدونو کې ۷۳ طالبان وژل شوي


د نورستان د کامدیش ولسوالۍ ددغه ولایت په ناامنه ولسوالیو کې شمیرل کیږي.
د نورستان د کامدیش ولسوالۍ ددغه ولایت په ناامنه ولسوالیو کې شمیرل کیږي.

د نورستان ولایت چارواکي وایي سلګونو وسله والو غوښتل د کامدېش ولسوالۍ سقوط کړي خو افغان هیلیکوپټرو ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې جنګېدونکي وسله وال په نښه کړي او د اتو بهرنیانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون تر اویا طالبان پکې وژل شوي دي.

د نورستان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع امریکا غږ ته وویل چې دغه بمبارۍ تېر مازیګر ناوخته شوي او وژل شویو کې د کامدېش لپاره د طالبانو ولسوال هم وژل شوی دی.

نوموړی وایي په دغو هوایي بریدونو کې له دېرشو بره وسله وال ټپیان هم دي.

امنیه قوماندان زیاتوي چې اوس مهال د نورستان په کامدېش برګمټال او وانت وایګل ولسوالیو کې حکومتي عسکر له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې دي او له ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو یې طالبان په شاه کړي دي.

د قوماندان په خبره چې دغې ولسوالۍ ته یې امنيتي سرتیري د عملیاتو لپاره ورغلي او له بمبارۍ پاتې وسله والو هم تېښته کړې ده.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم ویلي چې په وژل شویو وسله والو کې اوه یې کیمره مینان دي چې د جګړې سیمه یې عکاسي کوله او ‌‌‌‌‌‌ډېر شک دادی چې دغه کسان ممکن بهرنیان وي.

چارواکو ویلي چې ‌‌‌‌‌‌د دولت د مخالفو وسله والو اکثره مړي په بمبار شوو سیمو کې پاتې ‌دي.

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ قومي مشر حاجي صبور امریکا غږ ته وویل چې پر وسله والو سخته بمباري شوې او ګڼه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

نوموړی وایي چې اوس هم په کامدېش او برګمټال کې سخته جګړه روانه ده.

د نورستان دغه دوه ولسوالۍ د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې له چترال سره په کرښه پرتې دي او حکومت وایي ‌‌‌‌‌‌ډېر وسله وال د کرښې له هغې غاړې څخه له حکومت سره جګړې ته راځي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کامدیش په ولسوالۍ د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ۷۳ وسله وال وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

پخپله طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د دغې ادعا په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG