د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سیلابونو له امله ۷۲ تنه مړه شوي


له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د سختو بارانونو له امله د شپاړسو ولایتونو اوسیدونکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند عمر محمدي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې ۷۲ تنو د سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲ تنه ورک او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي محمدي دغه راز وویل "۶۱۷ څاروي تلف شوي دي، ۱۶۹۵ کورونه څه ناڅه وران شوي، ۸۸۸ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۲۹۶ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده".

له طبیعي پيښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت دغه چارواکي وویل، چې په شپاړسو ولایتونو کې ۱۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې رسول شوي، چې په کې خواړه، خیمې، ترپالونه، روغتیايي مواد او د کور د اړتیا وړ نور وسایل شامل دي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه، شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ وې، له خپلو کورونو څخه خوندي ځایونو ته لیږدول شوي او په ښوونځیو او جوماتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي عبدالولي نیازي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د بدخشان ولایت په راغستان، یاوان او ارګو ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته زیان رسولی دی.

د ښاغلي نیازي پر وینا په دغو ولسوالیو کې لسو تنو د سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۴ کورونه وران شوي دي.

هغه وویل "هڅې روانې دي، ترڅو ټولو هغو کسانو ته چې کورونه یې له منځه تللي او ستونزې ورته جوړې شوې دي، ورته رسیدګي وشي او بله دا معلومه کړي، چې څومره نور کورونه ویجاړ شوي دي، تراوسه د دغو لسو کسانو کورنیو ته چې شهیدان شوي دي او ۱۱۴ کورونه چې ویجاړ شوي دي، یوه اندازه غذایي او غیر غذایي مرستې رسول شوي دي".

ښاغلي نیازي زیاته کړه، چې لا هم په بدخشان ولایت کې ورښتونه دوام لري او په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د لازیاتو زیانونو امکان شته دی.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت د چارواکو پر وینا، تر دې مهاله یې په مختلفو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره اړینې مرستې کړې دي او د راتلونکو احتمالي طبیعي پیښو پر مهال زیانمنو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره چمتوالی نیسي.

XS
SM
MD
LG