د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د امنیت لپاره "۷۲زره سرتیري" ګمارل شوي


ټاکل شوې د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره رایې په نږدې پنځه زره مرکزونو کې واچول شي.
ټاکل شوې د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره رایې په نږدې پنځه زره مرکزونو کې واچول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره د دریو افغان امنیتي ادارو دوه اویا زره امنیتي سرتیري ګمارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ ( سنبلې ۶ مه) خبریالانو ته وویل، چې افغان امنیتي ارګانونو د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره په دریو پړاونو کې، چې د ټاکنو وړاندې، د ټاکنو پر مهال او د ټاکنو وروسته مودې په کې شاملې دي یو امنیتي پلان ترتیب کړی دی.

ښاغلي رحیمي وویل " شاوخوا شلو زرو پورې امنیتي ځواکونه د ریزرف په حالت کې به اوسي... په کوم ډول، چې خلک تمه لري او لکه څنګه، چې مونږ ، تیرکال د دغې ملي پروسې لپاره امنیت خوندي کړی وو، همغسې به د دې پروسې لپاره هم امنیت خوندي شي".

د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د ۲۲ ولسوالیو پرته په ټول افغانستان کې د جمهوري ریاست د راروانو ټاکنو کې د ۴۹۴۲ رایې اچونې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب پلان ترتیب شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ټاکنو په ورځ به نهه زره ۸۸۴ ښځیې هم د ښځینه رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره وګمارل شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم وايي، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره به د دغه وزارت د کماندو ځواکونو او د نور ځواکونو پرته، چې په ورځنیو پوځي فعالیتونو بوخت دي، د دغه وزارت ځواکونه د ټاکنو امنیت لپاره وګمارل شي.

ښاغلي امان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " حتی مونږ به د پوځي پوهنتون د محصلینو څخه هم د ټاکنو په ورځ کار واخلو تر څو د ټاکنو لپاره امنیت وساتل شي".

د دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي، امنیتي ځواکونه به په هغو سیمو کې، چې امنیتي ګواښونه په کې لوړ دي ځای پر ځای شي.

د دفاع وزارت دغه چارواکي وویل، چې بهرني ځواکونه افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې فعالیت لري او که اړتیا پیښه شي، نو د بهرني ځواکونو څخه به مرسته وغوښتل شي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې تر یوې میاشتې ترسره شي.

وسله والو طالبانو د دغو ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG