د لاس رسي وړ اتصالات

د رئیسي په مړینې د نړۍ د مشرانو خواخوږي؛ پاکستان یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی


د ګڼو نړیوالو مشرانو او د حکومتونو د رئیسانو د خواخوږۍ د پیغامونو ترڅنګ د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو او د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي مړینې باندې خپګان څرګند کړی دی.
د ګڼو نړیوالو مشرانو او د حکومتونو د رئیسانو د خواخوږۍ د پیغامونو ترڅنګ د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو او د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي مړینې باندې خپګان څرګند کړی دی.

د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو او سیاستوالو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینو نورو مقاماتو د مړینې په اړه خواشيني او خواخوږي څرګنده کړې ده. پاکستان یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او یو شمېر افغان سیاستوالو هم په دې اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري او ددغه هیواد صدراعظم شهباز شریف په جلا جلا پیغامونو کې د ایران د ولسمشر او نورو مقاماتو په مړینه خواشیني څرګنده کړې. د پاکستان صدراعظم ویلي چې له یوې میاشتې څخه د کمې مودې دمخه په اسلام اباد کې د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان کوربه و.

شهباز شریف د ایکس په پاڼه لیکلي:" هغوی د پاکستان ښه دوستان وو، پاکستان د رئیس جمهور او د هغه د ملګرو په درناوي او د ورور ایران سره د پیوستون لپاره یوه ورځ ماتم اعلانوي چې بیرغ به نیمه ځوړ اوسي."

د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې د ایران او هند ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې به د جمهور رئیس رئیسي ونډه تل یاده ساتي. د هند صدراعظم د ایران د جمهور رئیس کورنۍ او ایرانیانو سره هم خواخوږي څرګنده کړې او ویلي دي چې "هند په دغه غمژن حالت کې د ایران سره ولاړ دی."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په یو پیغام کې ویلي چې د "افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) او ټول افغانان" په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.

حسن اخوند ویلي: " موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.په دې سختو شرائطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو."

د پخواني جمهوري رژیم لومړي مرستیال امرالله صالح د ایکس په پاڼه د ایران د جمهور رئیس او د یو شمیر نورو ایراني لوړ پوړو چارواکو په مړینه خواشیني ښودلې او ویلي دي چې باور لري چې ایران حکومت به ددغې پیښې څخه رامخې ته شوی وضعیت په ښه ډول مدیریت کړي. هغه ویلي:" د ایران اسلامي جمهوریت د ظرفیت لرونکو ادارو او کفایت لرونکي انساني ځواک چې ازمویل شوی لرونکی دی چې خپل هیواد به په ډاډه ډول مدیریت کړي، لکه څنګه چې د حساسو تاریخي ازمایښتونو څخه څو ځلې په بریالي ډول راوتلی دی."

د افغانستان د جمهوریت د مهال د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د هیلکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د ایران جمهور رئیس او نورو ایراني لوړو پوړو چارواکو په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

عبدالله ویلي:" زه د دوی قدرمنو کورنیو، د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او دولت ته د دغې سترې ضایعې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوم. شهید سید ابراهیم رئیسي او ملګرو ته یې د خدای له درباره د رحمت او مغفرت دعا کوم او د قربانیانو کورنیو او د ایران ستر ملت ته د جمیل صبر او استقامت دعا کوم."

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند هم په یوه اعلامیه کې ددې پیښې له امله د ایران حکومت او خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د " دیزمار ځنګل" سیمه کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شول.

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د هلیکوپتر د نسکوریدو پیښه ددغو مراسمو له ځای څخه د رئیسي او مل پلاوي د ستنیدلو وروسته پر لار رامنځ ته شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG