د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې یو تن ګڼ نور کسان په چاقو وهلي


پولیسو ویلي چې د برید انګیزه لا نده معلومه.

د جرمني په جنوب کې پولیس وایي یو تن نن شنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) په اورګاډي کې ګڼ شمیر کسان په چاقو وهلي دي.

پولیسو همدارانګه ویلي چې د پیښې په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی .

اورګاډي د ریګنزبرګ نه د هامبورګ ښار ته روان و.
د پولیسو یو چارواکي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې ګڼ شمیر کسان ټپي شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا کار چا او ولې کړی.

په همدې کې یوې ورځپاڼې ویلي چې په پیښه کې لږ تر لږه درې تنه ټپي شوي چې د دوو ټپونه یې شدید دي خو پولیس وایي هیڅوک دومره سخت ندی ټپي شوی چې ژوند یې په خطر کې وي.

سره لدې چې پولیسو د مشکوک کس د نیول کیدو په هکله جزیات ندي ورکړي او یوازې یې د هغه د نیول کیدو خبر ورکړی خو د "بیلډ" ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې نیول شوی کس ۲۷ کلن او په خټه عرب دی او ښایي دماغي ستونزې ولري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ سیهوفر دا یو ناوړه برید یاد کړی. هغه پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "په ځانګړي توګه د پولیسو او اورګاډي د کار کوونکو څخه مننه کوم چې پخپلې زړه ورتیا یې د داسې یو څه مخه ونیوله چې لا ناوړه کیدی شوی".

د کورنیو چارو وزیر هم ویلي چې تر اوسه د برید انګیزه نده معلومه او کار پرې کیږي.

په جرمني کې دا برید پداسې وخت کې کیږي چې هلته نه یوازې د جهادي ډلو بلکې د ښي لاسو سخت دریزه ډلو د بریدونو خطرونه هم شته دي.

سخت دریزه اسلامي ډلو په جرمني کې پدې تیرو څو کالونو کې په جرمني کې ګڼ شمیر خونړي بریدونه کړي. تر ټولو خونړی برید یې د برلین مسیحانو د اختر یا کرسمیس په یو بازار کې برید و چې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې وشو او ۱۲ تنه پکې ووژل شول.

برید د تونس یو تبع کړی و چې د پنا په اخیستو کې ناکام شوی و او د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ملاتړی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې چارواکو د ۲۳ بریدونو مخه نیولې. وزارت خبرداری ورکړی چې جرمني او د لویدیځې اروپا هیوادونه لا هم د سخت دریزه اسلامي ډلو د خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG