د لاس رسي وړ اتصالات

غني له ښځو بخښنه وغوښتله خو اصلي ستونزه چیرته ده؟


د ولسمشر محمد اشرف غني د 'څادر د پیغور' نه وروسته په ټولنیزو رسنیو ځینو ښځو د هغه نه دا غوښتل چې بخښنه دې وغواړي خو بلې خوا ته ډیر داسې نارینه هم و چې د هغه ملاتړ یې کاوه او ویل یې چې ولسمشر غني د ښځو د حقونو ملاتړی دی او باید دا خبره یې ناسمه تعبیر نشي.

ګڼو ښځینه فعالینو د ولسمشر غني وینا ته چټک غبرګون وښود.

سیاسي او مدني چارو کارپوهې اورځلا اشرف په خپل ټویټر لیکلي "ولسمشر غني دې ژرترژره خپله خبره بیرته واخلي."

نیلوفر ابراهیمي، یوې بلې فعالې په خپل ټویټر ولیکل چې "ولسمشر غني دې د خپلې میرمنې او افغان ښځو نه بخښنه وغواړي."

په افغانستان کې هندي خبریالې روچي کمار بیا لیکلي "د ولسمشرغني هدف ښايي د ښځو سپکاوی نه و، خو د هغه کلتور تائیدول و چې دا ورته ډیره عادي خبره ښکاري چې کمزورتیا، شرم د ښځې برابر بولې. خو چې زمونږ مشران د کومو الفاظو انتخاب کوي، هغه په ټولنې کې د خلکو د ښځو په هکله په نظر اثر کوي."

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ وویل که که يې وینا "د هېواد د ښځو احساسات له هغه تعبیر څخه متاثره شوي وي، جمهوررئیس له هغوی څخه بښنه غواړي." ​

ښځې په اصطلاحاتو کې

په پښتو کې داسې ډیر متلونه او ټپی شته چې د ډیرو په ګومان ښځو ته سپکاوی دی یا ښځې پکښې ضعیفه او کم عقله بلل کیږي.

د پښتو شاعره رڼا مومند چې د ولسمشر غني په څرگندونو یې کلک انتقاد هم کړی و، امریکا غږ ته وویل "په افغانستان کې دا یواځې د پښتنو ستونزه نه ده، د دري یو متل دې چې وايي (از بیکار نشستن، دختر زایدن هم خوب است.) له ماشومتوب نه به مې چې دغه متل اورید، له ځانه سره به مې ویل چې ولې زوې زیږول له لور زیږولو نه آسانه دی؟"

اغلې مومند وایي چې یواځې سړي نه بلکه ښځې هم د ښځو سپکاوې کوي.

"ښځه د مینې، خوږوالي، الفت او ښکلا بیلګه ده. کله چې ښځې ته د مور، خور او لور نوم ورکړل شو، په هغې ورځ له هغې نه د انسان ذاتي طبیعت چې ځان غوښتنه او ځان آساني ده واټڼ واخیست. تر هغه پورې چې په یوه ټولنه کې نالوستي او زاړه دودونه حاکم وي، هغومره به نرواکه خلک دوې ته د یوه نا چیزه موجود په حیث ګوري. زما په اند که چیرته ښځې د نړۍ په ځواکمنو کسانو کې ډيرې شي، د نړۍ ډيرې جګړې او تاوتریخوالي به د خبرو او اترو له لارې حل شي."

د ښځو سره د دا ډول چلند یواځې پښتانه نه، بلکه د نړۍ په ډیرو ملکونو او ټولنو کې کیږي. د هرې ټولنې د حقوقو مبارزین په خپلو ټولنو کې د نارینو او ښځو ترمنځ د دا ډول توپیر د ختمولو لپاره کار کوي. ځینې ټولنې په دی لړ کې ډیرې مخکې تللي دي، ځېنې لا کوښښ کوي او ځېنې لا اوس هم دیته تیارې ندي چې سړي او ښځې ته یو ډول نظر وکړي او دوړه یو شان انسانان وگڼي

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG