د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: اوکراین کې د جګړې له کبله جنسي زور زیاتی او انساني قاچاق په ډیریدو دي


د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د دارې اجرائیوي مشره سیما باهوس د امنیت شورا ته وینا کوي.
د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د دارې اجرائیوي مشره سیما باهوس د امنیت شورا ته وینا کوي.

ملګرو ملتونو دوشنبه اپریل ۱۱ (وري۲۲) په یو راپور کې ویلي چې په اوکراین کې د جګړې له کبله میرمنې او ماشومان په لوړه کچه د جنسي زور زیاتي، جنسي تیري او د انساني قاچاق د خطر سره مخ دي.

د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوي رئیسې سیما باهوس د امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې د اوکراین په جګړې کې ددغو ادعاو په هکله باید په "خپلواکه توګه څیړنې وشي چې عدالت او حساب کتاب پر ځای شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې د جګړې له کبله په زیاته اندازه د اوکراینیانو بې ځایه کیدل، د جګړې په ډګر کې په پراخه توګه د خدمتي او اجیرو عسکرو شتون او د عامو اوکراینیانو په خلاف د ظلم پېښې د اندیښنې وړ دي.

میرمن باهوس چې تازه د اوکراین ګاونډي مالدوفوا ته د سفر څخه ستنه شوې وایي په اوکراین کې ځکه د انساني قاچاق خطر مخ په ډیریدو دی چې ډیر خلک کوښښ کوي د دې هیواد څخه د جګړو که کبله ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.

هغه وایي، " ځوانې میرمنې او بې سرپرسته تنکي ځوانان په ځانګړي توګه د خطر سره مخ دي. زه د ټولو هیوادونو څخه غواړم چې د انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره دې خپلې هڅې ډیرې کړي او د ټولو هیوادونو څخه اوکراین ورکډه شوي، غواړم چې د انساني قاچاق مخنیوی دې وکړي".

د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د دې هیواد څخه څه باندې ۴.۴ میلیونه کسان بهرنیو هیوادنو ته کډه شوي.

ډیری اوکراینیان اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي او تر ټولو یې ډیر یې په ګانډي هیواد پولینډ کې دي. دې هیواد ته ۲.۵ ملیونه اوکراینیان د جګړې راپدیخوا کډوال شویدي.

روسيې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او ناټو دا یرغل وغنده، له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې کلک اقتصادي بندیزونه ولګول.

د ملګرو ملتونو دا جګپوړې چارواکې پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د روسیې د یرغل له کبله د بې ځایه شویو اوکراینیانو لپاره د مرستو د راټولولو په یو کمپاین کې مرسته کوونکو ادارو او هیوادونو د ۱۰.۱ ملیار یورو مرستو ژمنه وکړله چې شاوخوا ۱۱ ملیارده امریکایي ډالر کیږي.

د مرستو راټولولو دا ځانګړي مراسم د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو او اروپایي اتحادیې په ګډه ترتیب کړي و.

د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان درلیان د شنبې په ورځ د پولینډ په پایتخت وارسا کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د " اوکراین لپاره دریدل" په نامه پدې کمپاین کې مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو ۹.۱ ملیارد یورو د هغو اوکراینیانو سره د مرستې په خاطر اعلان کړ چې د دې هیواد څخه د بمبارۍ په خاطر نورو هیوادونو ته کډه شوي او یا دننه په اوکراین کې بې ځایه شوي.

دې اروپایي چارواکې همدرانګه وویل چې د اروپا د بیارغونې او پرمختګ بانک د کمپاین سره یو ملیارد یورو مرسته کړې.

XS
SM
MD
LG