د لاس رسي وړ اتصالات

د شاهرخ خان 'پټهان' فلم د بریالیو هندي فلمونو ریکارډ مات کړ


د هند سینما وتلي ستوري شاهرخ خان د "پټهان" فلم نندارې ته د وړاندې کېدو په لومړۍ اونۍ په هند کې د بریالي فلمونو ریکارډ مات کړی او بالیوډ سینما یې په داسې حال کې هیله منه کړې چې پدې وروستیو کې یې فلمونه چندان بریالي نه وو.

د هند سینما څېړونکي تاران ادارش په یو ټویټ کې لیکلي چې پټهان فلم د راوتلو په دوهمه ورځ د ریکارډ په کچه د هند د فلمونو د سر ځای نیولی او په لومړنۍ اونۍ کې یې په هند کې د ۲.۵ میلیارد هندي روپیو (۳۰ میلیون ډالرو) ټکټونه پلورل شوي دي.

د یاش راج فلم شرکت چې پټهان فلم یې جوړ کړی، وايي، د هند بهر په لومړنیو درې ورځو کې د پټهان فلم یو میلیارد روپۍ (۱۳.۷ میلیون ډالر) ټکټونه پلورل شوي دي.

د پټهان فلم په داسې حال کې نندارې ته وړاندې شوی چې بالیوډ سینما په تېر یو کال کې د کرونا له وبا وروسته د پام وړ بریالیتوب ندی لرلی.

د سینماګانو مالک اکشې راتي د دوشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: "زما په اند د پټهان فلم بې ساري بریا د دې خبرې څرګندونه کوي چې زموږ د هندي فلمونو صنعت په کومه خوا روان دی."

دا په تېرو څلورو کلونو کې د شاهرخ خان چې په هند کې یې "کینګ خان" یا خان پاچا هم بولي، لومړنی فلم دی. د هغه ترڅنګ هندۍ ډیپیکا پډوکون او د جنګي فلمونو مشهور ستوري جان ابراهم هم پدې فلم کې رول لوبولی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې ویډیوګانې ښیې چې په هندي سینماګانو کې د پټهان فلم مینه وال ددغه فلم د کتلو پرمهال نڅا کوي او خوښي څرګندوي.

په دې وروستیو میاشتو کې په هند کې ښي اړخې سختدریځو هندوانو د پټهان او دې ته ورته نورو هندي فلمونو سره چې لوبغاړي یې د شاهرخ خان په څېر د هند د مسلمانانو د اقلیت غړي دي، مخالفت ښودلی او د بایکاټ غوښتنه یې کړې ده.

سخت دریځه هندو ډلو د پټهان فلم د بایکاټ کولو غوښتنه ځکه کړې چې پاډوکون د فلم په یوه سندره کې زعفراني رنګه نیکر اغوستی چې په هندي عقیده کې دا رنګ سپېڅلی ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG