د لاس رسي وړ اتصالات

شاهین اسمايي او طوفان هریرود پایلوبې ته ووتل


تېر کال د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو وروستۍ سیالي طوفان هریرود ګټلې وه.
تېر کال د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو وروستۍ سیالي طوفان هریرود ګټلې وه.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ اتم پړاو پایلوبې ته دوه لوبډلو طوفان هریرود او شاهین اسمايي لاره ومونده.

په پرونۍ دویمې نیمه پایلوبې لوبې کې چې د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز لوبډلو پای لوبې ته د لارې موندلو لپاره سره سیالي وکړه، د شاهین اسمايي لوبډلې وکړای شول د پنځه ګولونو په ترسره کولو سره پای لوبې ته خپل تګ قطعي کړي.

د لوبې لومړۍ نیمايي په ۳۴ دقیقې کې د شاهین اسمايي لوبغاړي روف قادري لومړی او په ۴۶ دقیقه کې یې دویم ګول ترسره کړ.

له هغه وروسته په دویمې نیمايي کې بیا هم روف قادري دریم ګول ترسره کړ. څلورم او پنځم ګولونه بیا مصطفی افشار د لوبې په پای کې ترسره کړل.

لوبه پای ته ورسېده او روف قادري د درې ګولونو د ترسره کولو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

په یادې لوبې کې شاهین اسمايي ۶۰ سلنه پر توپ واک درلوه.

له بلې خوا وړمه ورځ په لومړۍ نیمه پای لوبې کې د سپین غر بازان او طوفان هریرود لوبډلو سره سیالي وکړه.

دواړو لوبډلو پای لوبې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې وکړې خو طوفان هریرود وکړای شول د دوه ګولونو په ترسره کولو خپل ځان پایلوبې کې د شاهین اسمایي سیال کړي.

د لوبې دوه ګولونه معروف محمدي ترسره کړل او د لوبې غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوبغالی د دغو لوبو کوربه دی.

د چارواکو‌ په وینا تر ۷ زره نندارچیان د فوټبال غوره لیګ ورستۍ سیالۍ له نږدې ګوري.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو کې تر اوسه ۱۴ لوبې شوي او پایلوبه به راتلونکې جمعه د دوو یادو لوبډلو تر منځ ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت پېل شوي دي چې د یو ملت یو غږ تر شعار لاندې لوبې کیږي.

تېر کال د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو وروستۍ سیالي د طوفان هریرود لوبډلې ګټلې وه.

دا چې د فوټبال اتم پړاو اتلولي بیا هم طوفان هریرود ګټي او که شاهین اسمايي دا به د روانې اونۍ په پاې کې ښکاره شي.

XS
SM
MD
LG