د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) نن جمعه اعلان وکړ چې د پاپ موسیقۍ کولمبايي سندرغاړې شکیرا به چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام رسمي سندره یې ویلې ده، د جون په ۱۱مه په مکسیکو کې د سیالیو د پرانیستنې په مراسمو کې دغه سندره اجرا کړي.
شکیرا به د مکسیکو ښار په مشهور "استادیو ازتیکا" لوبغالي کې سټېج ته وخېژي. له هغې سره به نایجیریايي هنرمند برنا بوای هم مل وي.
د سږکال د جام لومړنۍ سیالي ددې جام د ګډ کوربه هېواد مکسیکو او جنوبي افریقا د ټیمونو ترمنځ کیږي. فیفا وايي چې د پرانیستنې مراسم به ددې لوبې له پیل څخه ۹۰ دقیقې وړاندې پيل شي.
د شکیرا او برنا بوای په غږ کې د سیالیو رسمي سندره "دای دای"، یوه ایټالوي اصطلاح ده چې د "راځئ چې حرکت وکړو" معنا لري او د ټولې نړۍ د یووالي او د سیالیو د ګډې خوښۍ پیغام ورکوي.
فیفا ویلي چې د جام د لوبو د پرانیستنې په دې ننداره کې به د کولمبیا د ریګیټون موسیقۍ مشهور ستوری جې بالوین او د جنوبي افریقا سندرغاړې ټایلا هم ګډون ولري، ترڅو په سیالیو کې د ګډون کوونکو ټولو لویو وچو استازیتوب شونی شي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې د ګډون کوونکو ۴۸ ټیمونو اکثریت دا وخت د کوربه هېوادونو امریکا، کاناډا او مکسیکو په بیلابیلو ښارونو کې په تمریونونو بوخت دي. د جام رسمي سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل کیږي.
بل خوا، د ایران لوبډلې په نړیوال جام کې د ګډون لپاره مکسیکو ته له روانېدو وړاندې، د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د یوې تمریني لوبې په ترڅ کې مالي ته ۲-۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه د ترکیې په جنوبي ښار انتالیا کې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه. سره له دې چې ایران د هغو لومړنیو لوبډلو له ډلې څخه و چې نړیوال جام ته یې لار موندلې وه، خو د سږکال په جام کې د دوی ګډون وروسته له هغه تر پوښتنې لاندې راغی چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په وروستیو کې د ایران د رژیم پر وړاندې عملیات پیل کړل.
له هغه راهیسې د ایران ملي لوبډلې په انتالیا کې د دوو تمریني کمپونو پر مهال درې دوستانه لوبې ترسره کړې دي؛ نایجیریا ته یې لوبه بایللې خو له کوسټاریکا، ګامبیا او مالي ته یې ماتې ورکړې ده.
د ایران د فوټبال فدراسیون د فوټبال له نړیوال فدراسیون څخه وغوښتل چې نړیوال جام ته خپل تمریني کمپ د متحدو ایالتونو له اریزونا ایالت څخه، مکسیکو ته ولیږدوي. ددغه ټیم تمریني کمپ د مکسیکو په تیوانا سرحدي ښار کې جوړ شوی دی او له هغه ځایه به د پولې له لارې تګ راتګ کوي څو خپلې لومړنۍ دوه ګروپي لوبې د نیوزیلنډ او بلجیم پر وړاندې د امریکا په لاس انجلس ښار کې ترسره کړي.
د ایران لوبډله د جام د لوبو په لومړني پړاو کې، په جي ګروپ کې ده او ددې ګروپ د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه به د ایران او مصر ترمنځ د واشنګټن ایالت په سیاتل کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د ایران لوبډله د شنبې په ورځ مکسیکو ته سفر وکړي او د جون په ۱۵مه د نیوزیلنډ پر وړاندې میدان ته کښته شي.
فورم \ دبحث خونه