د لاس رسي وړ اتصالات

شربت گلې د پاکستاني جعلي شناختي کارت اخیستل رد کړل


د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادراې شربت گله د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې د پاکستانۍ جعلي تذکرې د جوړولو په تور ونیوله
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادراې شربت گله د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې د پاکستانۍ جعلي تذکرې د جوړولو په تور ونیوله

د نشنل جیوگرافیک د مجلې د اتیاېمې لسیزې مشهوره څیره، شربت گله په پاکستان کې د جعلی شناختي کارت د جوړولو په تور نیول شوې.

د پاکستان یو څارنوال منصور عالم وایي د نشنل جیوگرافیک د مجلې مشهوره شین سترگې افغانه د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ په پیښور کې یوې محکمې ته وړاندې شوه او هغه ادعا یې رد کړه چې گواکې هغې جعلي پاکستانۍ هویت پاڼه جوړه کړې ده.

منصور عالم وایي د جمعې په ورځ شربت گلې د محکمې په وړاندې د پاکستاني شناختي کارت د اخیستلو په هکله خپل هغه اعتراف رد کړ چې د پلټنونکو په ادعا د توقیف کولو پر وخت یې کړی و.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادراې شربت گله د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې د پاکستانۍ جعلي شناختي کارت د جوړولو په تور ونیوله.

د شربت گلې عکس د لومړي ځل لپاره، ستیف مک کوري په ١٩٨۴ میلادي کال کې د پبښور د ناصر باغ د کډوالو په کمپ کې واخیست او بیا یې د نشنل جیوگرافیک په کجله کې خپور کړ او په دې توگه د شربت گلې د شنو سترگو ښکلا نړیوال شهرت ترلاسه کړ. ښاغلي مک کوري شربت گله یو ځل بیا په ٢٠٠٢ کې په افغانستان کې وموندله او د هغې کیسه یې هم خپره کړه.

له بلې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پنجشنبې په ورځ د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د شربت گلې د آزادولو هڅه یې پیل کړې ده.

ښاغلي زاخیلوال دا هم ویلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني نه یې غوښتي چې شربت گلې ته یو کور او د ژوند امکانات ورکړل شي چې د هغه په وینا د افغانستان دا مشهوره څهره بیرته په عزت هیواد ته ستنه شي.

XS
SM
MD
LG