د لاس رسي وړ اتصالات

د اداري فساد په تور د نوازشریف محاکمه وځنډیده


د پاکستان سترې محکمې په جولاې کې نواز شریف د پانامه اسنادو د قضیې له امله نااهله وگڼو
د پاکستان سترې محکمې په جولاې کې نواز شریف د پانامه اسنادو د قضیې له امله نااهله وگڼو

په تیرو دوه اونیو کې د پاکستان پخوانی صدراعظم، نواز شریف دوه ځلې د فساد ضد محکمې ته رابلل شوی دی. چارواکي وایې چې په راتلونکې استعماعیه غونډه کې به قاضیان رسماً شریف په فساد تورن کړی او ښایي زنداني یې کړي.

نواز شریف د دوشنبې په ورځ (اوکتوبر دویم) د احتساب یا د ادارې فساد ضد محکمې ته حاضر شو او د زنداني کیدو د احتمال په ځواب کې یې چې تاوده بحثؤنه پارولي د ښاغلي شریف وکيل ويلي تر څو چې په دې قضیه کې ټول اړخونه يعنې د نوازشريف د کورنۍ غړي محکمې ته حاضر نه شي، په رسمي ډول په اداري فساد نشي تورن کیدای.

محکمې نن د نوازشريف د زامنو حسن نواز او حسين نواز، د نواز شریف زوم کپټان محمد صفدر او لور مريم نواز د نیولو حکم ورکړی دی. د نواز شریف اولادونه اوس په لندن کې د خپلې مور کلثوم نواز سره دي چې د ستوني سرطان د درملنې لپاره هلته تللې ده.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف چې له تېرې څه مودې راهیسې د مېرمن کلثوم نواز د درملنې لپاره لندن کې و، تېره ورځ پاکستان ته له رارسېدو سره سم د خپل ګوند له جګپوړو غړیو سره تر سلا مشورو وروسته محکمې ته د حاضریدو پریکړه وکړه. د پاکستان پخوانی صدراعظم نن په داسې حال کې په هلېکوپتر کې د اسلام اباد محکمې ته راغی چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او ملاتړ یې په شعارونو بدرگه کاوو.

د نوازشریف سره رسنۍ، مدافع وکیلان او د کورنیور چارو وزیر احسن اقبال په گډون ځیني چارواکي مل و خو امنیتي ځواکونو دغه چارواکو ته اجازه ورنکړه چې محکمې ته ننوځي.

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير احسن اقبال وروسته له هغه د دندې څخه د استعفا خبرداری ورکړی چې د پنجاب رينجرز ځواکونو د واکمن گوند مسلم ليګ (ن) مشران نن د نوازشريف محکمې ته دننه ندي پرېنښودل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:"که د ملکي حکومت اختيار معلوم نه شي، استعفا به وکړم"
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:"که د ملکي حکومت اختيار معلوم نه شي، استعفا به وکړم"

ښاغلي اقبال وويل لاس پوڅی وزیر ندی او په یو دولت کې دوه دولتونه ځای نلري.

ښاغلی شریف په محکمې کې د یو ساعت له تیرولو وروسته ووت او پرته له دې رسنیو سره خبرې وکړي ولاړ. چارواکي وایي چې محکمه د اوکتوبر تر نهم پورې ځنډیدلې ده.

د شریف د واکمن گوند یو مشر محسن رانجا وویل "په ننني بحث کې د تورونو لگول وځنډول شو او د محکمې نوی تاریخ راتلونکې دوشنبې ښودل شوې ده. راتلونکې دوشنبې به د تورنو د لگولو په اړه بهیر مخ ته لاړ شي."

محسن رانجا چې د محکمې نه دباندې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د نواز شریف د کورنۍ غړي هیواد ته راځي او محکمې ته به حاضر شي.

"مریم نواز او کپتان صفدر پاکستان ته ستنیدو ته چمتو دي. محکمې ته خبر ورکړ شوی چې مور یې ناروغه ده او له همدې کبله پاکستان ته ندي راغلي که نه نو پاکستان ته به راغلي وای."

سږکال پر نواز شریف تور پورې شو چې هغه، هغه معاش د انتخاباتو کمیسیون ته نه وه ښودلې چې د زوی په کمپنۍ کې يې مقرره وه خو نواز شریف وايي دا معاش یی نه و اخيستې نو ځکه يې په کاغذونو کې ذکر نه کړ.

د پاکستان سترې محکمې د روان کال په جولايي میاشت کې نواز شریف د پاناما اسنادو د قضیې له امله نااهله وگڼو او له واکه یې لېرې کړ او همدا شان یې په احتساب محکمه کې د هغه پر ضد د فساد د تورونو د څېړلو لپاره د مقدمې د ثبتولو امر ورکړ.

د نواز شریف پر درېيو اولادونو، تور لګېدلی چې له هېواده بهر جایدادونه لري. د سترې محکمې تر پریکړې وروسته په پارلمان کې د نواز شریف څوکۍ تشه شوه او پر ځای یې د ټاکنو نه وروسته د هغه مېرمن کلثوم نواز پارلمان ته بریالۍ شوه.

XS
SM
MD
LG