د لاس رسي وړ اتصالات

د بغداد تر ټولو په خوندي سیمې توغندي وار شوي


وروسته تر هغه چې په عراق کې د شیعه ګانو تر ټولو مشهور سیاستوال مقتدا الصدر د سیاست پریښودو پریکړه وکړله، د هغه پلویانو په بغداد کې په څو حکومتي ودانیو هجوم یوړ.

یوې امنیتي سرچینې دوشنبه اګست ۲۹ (وږي۸) ویلي چې د بغداد تر ټولو په خوندي (زرغونې) سیمې توغندي وار شوي خو دا یې ندي ویلي چې چا دا کار کړی.

دصدر او یوې بلې ډلې د پلویانو تر منځ په نښتو کې ۱۵ تنه وژل شوي چې د دې شیعه مشر کسان و.

د عراق دې امنیتي شرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په زرغونې سیمې ۷ توغندي وار شوي چې وروسته بیا د اتوماتیک وسلو ډزې هم اوریدل شوي.

د بغداد پدې تر ټولو خوندي سیمې کې حکومتي ودانۍ او د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ پرتې دي.


د روغتیایي چارو مامورینو ویلي چې په ډزو کې د مقتد الصدر ۱۵ وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې چا وژلي. شاوخوا ۳۵۰ نور ټپي شوي هم دي چې ډیری یې ویشتل شوي.
عیني شاهدانو پخوا ویلي و چې دا ډزې د ښاغلي صدر د پلویانو او ایراني پلوه ډلې (هماهنګي کاري چوکاټ) تر منځ شویدي. دې ډلې په دولتي ادارو د ښاغلي صدر د پلویانو برید غندلی او د هغه څخه یې غوښتي چې خبرو ته حاضر شي.

د عراق پوځ په ټول هیواد کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بندیز لګولی.

د عراق صدراعظم ویلي چې د هیواد ټولو امنیتي او نظامي ځواکونو او وسله والو سړیو ته امر شوی چې په مظاهره چیانو ډزې ونکړي.

د امریکا متحده ایالتونو په عراق کې تازه نا ارامۍ «ځوروونکي» بللي، له عراقیانو څخه یې غوښتي دي چې له تاوتریخوالي څخه، چې اته تنه په کې وژل شوي دي، ډډه وکړي او سیاسي شخړې په خبرو حل کړي.

د سپینۍ ماڼې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل: «په عراق کې د نا امنۍ راپورونه ځوروونکي دي... موږ په دخیلو [اړخونو] غږ کوو چې ارام شي، له دغه تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د حل سوله ایزه لاره ولټوي


په عراق کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر «یونامي» په دغه هېواد کې وضعیت «ډېر خراب» بللی دی او په ټولو غاړو یې غږی کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او له زغم څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG