د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه:پاکستان دې د شعیه ګانو حفاظت وکړي


د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې شعیه ګان چې اکثره یې هزاره ګان دي، په ډار کې ژوند کوي.

هغوي په ښار او بازار کې ډیر لږ تګ راتګ لري او زیاتره یې دیته مجبوره شویدي چې په بهرنیو هیوادونو کې پناه واخلي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په کوټې کې د هزارګانو د وژل کیدو په اړه یو تفصیلي رپوټ خپور کړیدی.

دغه راپور چې د "مونږ ګرځنده مړي يو: په پاکستان کې د هزاره ګانو او شيعه ګانو د وژنې" تر سليک لاندې په ۶۲ مخونو کې خپور شوی دی او په بلوچستان کې په شيعه وګړو د سني وسله والو ډلو له خوا د بريدونو اسناد پکې راټول شویدي. په رپوټ کې د هغو هزره ګانو سره مرکې شویدي چې د کورنۍ غړي یې په بمي چاودنو، هدفي وژنو او یا نورو فرقوي شخړو کې وژل شویدي.

د بشري حقونو د څار ادارې د دې رپوټ د چمتو کولو لپاره د همدارنګه د بريدونو څخه د ژغورل شويو کسانو، د قربانيانو د کورنيو د غړو، د قانون د تطبیق ادارو، امنيتي چارواکو او خپلواکو کارپوهانو په شمول له ۱۰۰ کسانو سره مرکې کړي دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د دولت عدلي او قضايي ادارو، پوځ او نيمه پوځي ادارو د تحقیقاتو په برخه کې دومره توجه نه ده کړې او نه يې داسې څه اقدامات کړیدي چې د نورو بریدونو مخنیوي وکړي.

ګڼو هزاره وګړو د بشري حقونو د څار ادارې ته ویلي دي چې د چارواکو او د امنيتي ادارو له خوا د دوی پر وړاندې له توپير او دښمنۍ ډک چلند هغه مهم دليل دی چې د دې بريدونو د پلټنې او سزا ورکونې مخنيوی کوي.

د بشري حقونو د څار ادارې د آسیا څانګې رئيس، براډ ایډمز وایي " د تیرو دوه کالونو راپدیخوا د اوو سوو نه زیات شعیه ګان په پاکستان کې وژل شویدي چې زیاتره یې هزاره ګان و.

ایډمز وایي " دا شعیه ګان یوازې د خپل مذهب په خاطر وژل کیږي او د دې پرته بل جرم نلري."

په داسې حال کې چې د پاکستان او بلوچستان چارواکي د ۲۰۰۸ کال راپديخوا د شيعه وګړو پر ضد د لسکونو مشکوکو بريدګرو د نیولو ادعا کوي خو يوازې د ګوتو په شمير کسان تورن بلل شوي دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د پاکستان حکومت بايد لشکر جنګوي ډله منحل او بې وسلې کړي او مشرتابه او په جنايتونو کې ښکيل نور غړي يې محاکمه کړي.

سره لدې چې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان ایالاتي چارواکي د شعیه ګانو د وژلو پړه په لشکري جهنګوي سخت دریزي ډلې اچوي خو په کوټې کې د هزاره ګانو د دیموکراتیک ګوند مرستیال محمد رضا وکیل امریکا غږ ته وویل چې "حکومت د لشکرې جنګوي ډلې سره خواخوږي لري."

ښاغلی وکیل وایي، " هر کال په سل ګونه هزاره ګان او شعیه ګان د لشکري جنګوي لخوا وژل کیږي، خو حکومت تر اوسه ددې ډلې یو کس نه ونه نیوه او نه یې د هغوي د بریدونو مخه ونیوله، مونږ پدې کې هیڅ شک نلرو چې ګواکې د پاکستان د حکومت استخباراتي ادارې د لشکرې جنګوي وملاتړ نکوي."

هغه همدرانګه وایي چې حکومت ورسره د امنیت او حفاظت لپاره ډیرې ژمنې کړیدي خو وایي چې حکومت " پخپلو ژمنو کې ریښتینی ندی، زمونږ د کورونو نه یې سیمونه تاو کړیدي او داسې ښکاري لکه مونږ چې په پنجرو کې ژوند کوو. "

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د دې رپوټ په پای کې د پاکستان د مرکزي حکومت، د بلوچستان ایالتي حکومت او نړیوالې ټولنې نه په ټینګه غوښتل شویدي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې دې د شعیه ګانو او هزاره ګانو د وژل کیدو مخه ونیسي.

د مرکزي حکومت او ایالاتي حکومت نه غوښتل شویدي چې ټولې هغه سخت دریزه ډلې، په تيره بيا لشکر جنګوي ډله، منحل، بې وسلې او مسئول وګڼي چې د بشري حقونو څخه د سرغړاوي په لويو پيښو کې ښکيل دي.


د بلوچستان په ایالت کې د فرقوي پیښواو د پیښو د عاملینو د پیدا کولو لپاره دې ځانګړی خپلواک کمیسیون جوړ شي.

په فرقوي بریدونو کې ښکیل د امنیتي ادارو کارکوونکي دې سمدستي د دندو لیرې شي او هم دې وسره پدې خاطر حساب کتاب وشي چې د مرتکبینو په ګرفتارۍ او د هغوي په اړه په څیړنو کې پاتې راغلې وي.

د بلوچستان ایالتي حکومت نه غوښتنې:

- د هزاره او نورو شيعه وګړو په مشوره دې امنيتي تدابير سخت کړي او د شيعه وګړو د مسجدونو او نورو هغو ځايونو چاپيره چې شيعه وګړي راټوليږي امنيتي ځواکونه خپاره کړي، څو په ډاډ او پرته له تاؤتریخوالي خپل مذهبي، ټولنيز، کولتوري او اقتصادي فعاليتونه ترسره کړای شي.

د فرقه يي تاؤتريخوالي قربانيانو او د هغوی کورنيو لپاره مناسبې مشورې، ټولنيزې او نورې مرستې برابرې کړي

- داسې قوانین بايد پلې شي چې له کرکې ډک هغه الفاظ تحريم کړي چې د نړيوالو قوانين له مخې د تحریک او توپير لامل ګرځي.

د نړیوالې ټولنې نه غوښتنې:

- د پاکستان په حکومت دې زور واچول شي چې نړيوال بشري حقونه مراعات کړي او په بلوچستان کې د فرقه يي وژنو د تحقیق او د مسئولو کسانو په محاکمه کولو سره د سالمې حکومتدارۍ پر لور ګام پورته کړي.

- د پاکستان په حکومت دې فشار راوړل شي چې ټولې هغه سخت دریزه ډلې منحل، بې وسلې او مسئولې وګڼي چې د بشري حقونو څخه د سرغړاونې په لويو پيښو کې ښکيلې دي.

- پاکستاني چارواکو ته دې واضح شي چې د نظاميانو او نورو امنيتی ادارو له خوا په فرقه يي تاؤتريخوالي کې لاس لرل او يا يې په وړاندې زغم ښودل نظامي مرستې په خطر کې اچوي.

- په عامه توګه د هغو دولتي چارواکو ويناوې وغندي چې د پاکستان د هزاره او نورو شيعه وګړو پر وړاندې تعصب، توپير او تاؤتريخوالی راپاروي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:09 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG