د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک یوې مغازې کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ کاري ټپي شوي


د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې پولیس وایي یو وسله وال یکشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) په یو مغازې کې په خلکو ډزې کړي درې تنه یې وژلي او ۳ نور یې ښه کاري ټپي کړي.

پولیسو یو ۲۲ کلن ډنمارکی د برید په تړاو نیولی. سره لدې چې پولیسو ویلي د پیښې په هکله لا پلټنې ندي بشپړې شوې خو دومره یې ویلي چې داسې کومه نښه نښانه نشته چې ګواکې پدې برید کې کوم بل چا هم لاس درلود.

برید په محلي وخت ماسپښین ناوخته شوی او پولیس وایي تر اوسه نده معلومه چې برید کوونکي دا ډزې ولې کړي. ډزې د ډنمارک یو تر ټولو په سترې مغازې کې شوی.

عیني شاهدانو ویلي چې د ډزو پر وخت ځیني کسان په ټیل ماټیل کې د پښو لاندې هم شوي خو پولیسو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

د کوپنهاګن د پولیسو مشر سارین توماسین د پیښې څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې ډزې د مازدیګر په ۵ بجو او ۳۷ دقیقو شوې او پولیسو د پیښې نه یوازې ۱۱ دقیقې وروسته برید کوونکي ونیوه. ښاغلي توماسین وویل چې برید کوونکی ډنمارک نژادی دی چې معمولاً پدې هیواد کې سپین پوستانو ته کارول کیږي.

د ډنمارک صدراعظمې مته فریدریسکن دا یو "ظالمانه برید " برید بللی. میرمن فریدریسکن وویل چې دا برید " د فهم وړ ندی. زړه ماتوونکی او بې معنی دی. زمونږ ښکلی او معمولاً خوندي پایتخت په یوې شیبې کې بدل شو".

ځيني عسکونه او ویډیوګانې چې په تلویزیون کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې خلک پداسې حال کې مغازې څخه تښتي چې دننه په مغازې کې ډزې روانې وي. د پیښې څخه وروسته ګڼ شمیر پولیس او نور امنیتي ځواکونه مغازې ته ورسیدل او په سیمه کې یې ګزمه وکړله.

د دې ډزو څخه یوه اوونۍ وړاندې د ډنمارک په ګاونډ ناروې کې هم یو برید کوونکي چې په خټه ایرانی دی د همجنسبازانو په یوې میلې ډزې وکړلې ۲ تنه یې ووژل او تر شلو ډیر یې ټپي کړل.

XS
SM
MD
LG