د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په یو ښوونځي برید؛ ۷ ماشومان او یو ښوونکی وژل شوي


د روسیې په کازان ښار کې د پیښې ځای
د روسیې په کازان ښار کې د پیښې ځای

د روسیې په کازان ښار کې د سه شنبې په سهار مۍ ۱۱ (غوایي ۲۱) یو وسله وال پر یو ښوونځي برید کړی چې په پیښه کې اته تنه وژل شوي دي.

روسي چارواکي وایي بریدګر نیول شوی او پولیسو د پیښې په اړوند جنایي تحقیقات پیل کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې د اتم ټولګي اووه تنه زده کوونکي او یو ښوونکی شامل دي. په پیښه کې ۲۱تنه نور ټپیان شوي او روغتون ته لیږدول شوي دي.

په روسي رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیي چې ماشومان د ښوونځي له ودانۍ تښتي او یوه بله ویدیو ښکاره کوي چې کړکۍ ماتې شوي، له ودانۍ دود راووځي او د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

روسي رسنۍ وایي یو شمیر زده کوونکي له ښوونځي نه په وتلو بریالي شوي خو یو شمیر نور د پیښې پر مهال دننه ګیر پاته وو. اوس ټول شاګردان امن ځای ته لیږدول شوي.

د تتارستان ولایت والي رستم مینيخانوف وایي څلور هلکان او درې نجونې په ډزو کې مړه شوي دي چې ټول د اتم ټولګي زده کوونکي دي. د هغه مطبوعاتي دفتر وروسته دا هم وویل چې یو ښوونکی هم په ډزو کې وژل شوی دی.

ښاغلي مینيخانوف وویل: «ترهګر نیول شوی دی، (هغه) ۱۹کلن دی. وسله د هغه په نوم ثبت شوې ده. نور شریکان په نښه شوي ندي او پلټنې روانې دي.»

روسي رسنیو ویلي چې بریدګر ددې ښوونځي پخوانی زده کوونکی و او د رپوټونو له مخې هغه په خپل تیلګرام اکاونټ باندې «ځان خدای» ګڼلی و او د پیښې په سهار یې ژمنه کړې وه چې «زیات شمیر کسان به ووژني». د پیښې وروسته تیلګرام د هغه اکاونټ بند کړ.

د تتارستان د روغتیایي مقاماتو په وینا ۲۱تنه په روغتون کې بستر شوي چې ۱۸زده کوونکي دي او ډیری یې سخت ټپي شوي دي.

پداسې حال کې چې په روسیه کې پر ښوونځیو باندې ډزې کول بیساری کار دی، خو په تیرو کلونو کې پر ښوونځیو باندې بریدونه شوي چې اکثر یې پخپله د زده کوونکو له لورې وو.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې د هغوی سره اړینې مرستې وکړي. ښاغلي پوتین د روسیې د ملي ګارد مشر نه غوښتي چې ملکي وګړو ته د وسلو لرلو د اجازې په اړه مقررات بیا وارزوي.

XS
SM
MD
LG