د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه دکاندارانود ناامنیو په غبرګون کې بازار تړلی


 فراه ولایت د هرات او هلمند ولایتونو سره ګډه پوله لري، چې د کندهار هرات لویه لار هم د دغه ولایت په اوږدو کې غځیدلې ده.
فراه ولایت د هرات او هلمند ولایتونو سره ګډه پوله لري، چې د کندهار هرات لویه لار هم د دغه ولایت په اوږدو کې غځیدلې ده.

نن د یکشنبې په ورځ د فراه ولایت یو زیات شمیر دکاندارانو په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتیدو پر وړاندې غبرګون ښودلی او خپل دکاونونه یې د اعتراض په توګه تړلي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، دکاندارانو او د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکو د فراه د والي دفتر مخې ته غونډه وکړه او د دغه ولایت د ولایتي چارواکو د ګوښه کولو غوښتني وکړې.

د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې خلک د فراه د امنیت په اړه اندیښنې لري او د امنیتي چارواکو څخه د حالاتو د بدلون غوښتنه کوي.

د فراه د ولایتي شورا یوې غړې میرمن جمیلې امیني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ښار دکاندارانو د ناامنیو د پراخیدو په اعتراض کې نن خپل دکانونه تړلي دي.

د فراه ولایتي شورا غړي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د مرکز سره نږدې دوه پوستې وسله والو مخالفانو نیولي او د ښار بهر امنیتي وضعیت ښه نه دی.

فراه د امنیت امر چاودنه کې وژل شوی

د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دغه ولایت دامنیت امر سمونوال ګل بهار مجاهد تیره شپه ۱۲ بجې د پشت رود ولسوالۍ ته پر لار وو چې د سپرلۍ پر موټر يې د سړک دغاړي ماین چاودنه کړې.

ښاغلي مهري وویل" وسله والو طالبانو تیره شپه د پشت رود ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي وو چې د امنیت امر سمونوال ګل بهار مجاهد د حملو د تمبولو لپاره سیمې ته پر لار وو، چې د فراه ښار څخه د پشت رود ولسوالۍ پر مسیر د دوراهي په سیمه کې د امنیت د امر پر موټر د ماین چاودنه کړې، هغه له خپل یوه ساتونکې سره یو ځای وژل شوی او یو بل ساتونکی يې ټپي شوی".

پشت رود ولسوالي د فراه ښار په شمال کې له ولایتي مرکز سره نږدې پرته ولسوالي ده.

د فراه ښار په ځینو برخو او ښارته په نږدې پرتو ولسوالیو کې يې د دولت د وسله والو مخالفینو له پراخ حضور څخه له تیري یوې اونۍ راهیسی اندېښنې زیاتي شوی.

د فراه د ولایتي شورا غړي وايي چې که مرکزي حکومت د دې ولایت امنیت ته پام زیات نکړي ممکن د فراه امنیت له جدي ګواښ سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG