د لاس رسي وړ اتصالات

د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ سیالي کابل بازانو وګټله


په کابل کې د شپږیزې لیګ شپږم پړاو سیالۍ نن دوشنبه (د تلې ۱۵مه) پیل شوې. دغه سیالۍ د افغانستان کورني کرکټ کې تر ټولو لوی لیګ دي چې شپږ لوبډلې پکې سره سیالي کوي.

د بند امیر ښاماران، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپین غر زمریان او د مس عینک اتلان هغه لوبډلې دي چې په شپږیزه لیګ کې سره سیالي کوي.

د دغه لیګ لومړنۍ سیالي د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ تر سره شوه، چې کابل بازانو په شلو اورنو کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ۲۰۹ منډې هدف وټاکه.

وروسته د بند امیر ښامارانو بیټینګ پیل کړی چې کابل بازانو په ۳۵ منډو په توپیر لوبه ورڅخه وګتله.

د لوبې غوره لوبغاړی اصغر افغان وټاکل شو.

یادې لوبډلې به د راتلونکو لسو ورځو په اوږدو کې ۱۸ لوبې کوي چې په پای کې یوه لوبډله اتلولي ګټي.

د شپږیزې پینځم پړاو اتلولي د بند امیر ښارمارانو لوبډلې ګټلې وه.

سږ کال د شپږیزې لیګ ته ځینې بهرني مبصرین هم راغلي او لوبغاړو ورته چمتوالی نیولی دی.

ملي لوبغاړی او د په شپږیزې لیګ د سپین غر زمریانو لوبډلې لوبغاړی نجیب الله ځدران امریکا غږ ته وویل:"دې پړاو کې ټولو لوبډلو ښه چمتوالی نیولی دی، موږ دوه تمریناتي لوبې وکړې. ټولو لوبډلو کې ښه ښه لوبغاړي شته او هیله لرم چې زموږ لوبډله دا لیګ وګټي."

د کرکټ بورډ نړیوال لوبغالی د دغو لوبو کوربه دی. که څه هم سږ کال په لوبغالي کې د نندارچیانو ګډون نورو پړاونو ته په کتو ډېر نه دی خو کرکټ بورډ وايي چې د شپږیزې شپږم پړاو ته یې ډېر چمتوالی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG