د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: پنټاګون د افغان حکومت د سقوط د څرنګوالي معلومات محدود کړي 


د سیګار مشر جان ساپکو
د سیګار مشر جان ساپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سرمفتش د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه د افغانستان د مخکني حکومت او اردو د سقوط د څرنګوالي په اړه د معلوماتو په «محدودولو» تورن کړل.

د سیګار مشر جان ساپکو وویل چې د امریکا قانون جوړوونکي او خلک باید په دې اړه پوه شي.

هغه وویل: « د اګست په میاشت کې چې څه پېښ شول او د جګړې ټولې نښې نښانې چې د نتیجې وړاندوینه یې کولای شوای، یوازې هغه وخت پوره څرګندېدای شي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه هغه معلومات چې له عامو خلکو یې محدود کړي، د لاسرسي وړ وګرځوي.»

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام ویلي چې دوی غوښتنه کړې وه چې د امنیتي اندېښنو له کبله د تخلیې د ماموریت د څرنګوالي، د افغانانو او افغان سازمانونو د هویت د پټ ساتلو لپاره ځینې راپورونه باید موقتآ حذف کړل شي.

د امریکا د دفاع وزارت لا په دې اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی. خو سیګار وایي هویت یوازینۍ برخه ده چې باید پټه وساتل شي او سیګار د نورو برخو د خپرولو صلاحیت لري.

د سیګار مشر وویل کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته او د تخلیې د ماموریت له پيل سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغوی وغوښتل چې ځینو مشخصو راپورونو ته انلاین لاسرسی په موقت ډول وځنډوي.

ښاغلي ساپکو وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیګار په ویبسایټ کې د نژدې ۲۴۰۰ نورو پېښو د کموالي غوښتنه هم کړې ده.

هغه وویل چې په دې غوښتنو کې یې ځینې ډېرې عجیبې وې لکه له ویبسایټ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د نوم لېرې کول.

خو سیګار له ارزونې وروسته یوازې څلور پېښې لېرې کړې چې خلک ورته لاسرسی ونلري.

د امریکا ګانګرس له سیکار څخه نه دي‌ غوښتي چې د افغانستان د مخکني حکومت او پوځ د سقوط په اړه پلټنه وکړي، خو ښاغلي ساپکو وویل چې پنټګان له ۲۰۱۵ راپدیخوا د اشرف غني د حکومت په غوښتنه د ځینو معلوماتو د نه خپرولو غوښتنه کړې وه. اکثریت دا معلومات د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وو.

XS
SM
MD
LG