د لاس رسي وړ اتصالات

سوپکو: سیګار د غني له خوا د پیسو د غلا د ادعا په هکله پلټنې کوي 


John Sopko met Afghanistan's President Ashraf Ghani
John Sopko met Afghanistan's President Ashraf Ghani

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سرمفتش جان سوپکو، وایي اداره یې هغه ادعاوې څیړي چې ګواکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۱۵ د هیواد نه د وتلو په وخت په میلیونونو ډالر له ځانه سره وړي دي.

ښاغلي سوپکو د چهارشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل دغه تورنه تر اوسه ندي ثابت شوي خو څیړل یې دوام لري. هغه وویل ددې تورونو په اړه د سیګار پلټنه د امریکا د استازو مجلس د دولتي اصلاحاتو او څارنې د کمیټې په غوښتنه کیږي.

محمد اشرف غني چې د اګست د میاشتې په ۱۵ له کابل څخه وتښتید، تیره میاشت یې په فیسبوک پاڼه په یو ویدیویي پیغام کې وویل چې د وینې تویدنې د مخنیوي په خاطر له کابل وتلی دی او همداشان د پیسو د غلا کولو په اړه د خپل او خپلې کورنۍ د مالي کړنو څخه د دفاع په ترڅ کې وویل چې دا ادعاوې "کاملاً او مطلقاً درواغ" دي.

د روسیې د دولتي اژانس په ګډون یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی و چې محمد اشرف غني د افغانستان د جمهوري ریاست د ماڼۍ د خوشې کولو په وخت "۱۶۹میلیون ډالر" له ځانه سره وړي دي.

ښاغلي غني ویلي دي چې هغه او میرمن یې د خپلو ملکیتونو په هکله رښتیني دي او خپلې ټولې پانګې یې خلکو ته په ډاګه کړي دي. هغه وویل، تیار دی چې ملګري ملتونه او یا کوم خپلواکه مفتس د هغه د جایداد په اړه پلټنه وکړي.

سیګار د اوږدې مودې راهیسې د هغو مالي منابعو د تقلب، فساد، ضیاع کیدو او سواستفادې په هکله پلټنې کوي چې متحده ایالاتو د افغانستان د بیارغاونې لپاره ځانګړي کړي دي.

ښاغلي سوپکو همداشان وویل: "اوس مونږ ټولو ته چې د افغانستان راتلونکې څارو په ځانګړې توګه هغو افغانانو ته چې په وروستیو شلو کلونو کې یې د امریکا او د هغه د متحدینو سره مرسته کړې، د ازمون وخت دی."

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش وویل چې په افغانستان کې د محلي کارکوونکو په ګډون د سیګار ټول کارکوونکي په مصونه توګه له افغانستان څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG