د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار: په افغانستان کې د زرگونو جنگیالیو د ادغام لپاره پروگرام نشته


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر (سیگار) خبرداری ورکړی چې که د طالبانو اړوند زرگونو جنگیالیو د بیا ادغام لپاره پراخ پروگرام جوړ نشي، په افغانستان کې د سولې لرلید هیله ناک ندی.

دغې ادارې د یو نوي رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو ډله اوسمهال شاوخوا ٦٠ زره جنگیالي لري او دغې ډلې سره شاوخوا نوي زره نور جنگیالي هم د جگړو د فصل پر وخت یوځای کیږي.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې حتی د طالبانو له ډلې سره یوې موافقې ته د رسیدو په صورت کې هم که په ټولنه کې عادي ژوند ته ددغو قواو د بیرته گرځیدو چارې ښه مدیریت نشي د نورو غیر قانوني ډلو له لورې د هغوی د استخدامولو خطر موجود دی او په افغانستان کې د ناامنیو د دوام احتمال شته.

په رپوټ کې راغلي دي: "حتی نن د امریکا دولت د پخوانیو جنگیالیو د بیا ادغام د چارو د تنظیم لپاره

هیڅ رهبري کوونکې اداره نلري. دغه مسله په افغانستان کې د بیا ادغام د لرلید او د سولې سره د هغې د اړیکې په هکله د ناڅرگندتیا سبب شوې ده".

د سیگار رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې د طالبانو سره د سولې په اړه د امریکا او د افغانستان د دولت هڅې دریدلي دي او امریکایي مقامات د وسله والو طالبانو په ځپلو ټینگار کوي.

د افغانستان دولت دا هم ویلي دي چې لږ تر لږه د انتخاباتو تر کیدو او د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د طالبانو سره د سولې هڅې یې درولي دي.

خو سیگار وایي دمخه د جنگیالیو د بیا ادغام لپاره د وضاحت نشتون د سولې د هڅو د ماتې یو عامل و.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سپکو، وایي: "مونږ وینو چې پخواني پروگرامونه ددې سبب نشول چې د پام وړ شمیر جنگیالي په ټولنه کې جذب او مدغم شي او یا دغه پروگرامونه دې د یاغیگرۍ د کمیدو سبب شي او یا هم د تاوتریخوالي د کمیدو سبب شوي وي."

دغې ادارې ټینگار کړی چې د جنگیالیو د بیا ادغام مسلې ته پاملرنه د مهمو ننگونو له جملې څخه ده چې اوسمهال افغانستان ورسره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG