د لاس رسي وړ اتصالات

څه دپاسه ٨٠ افغان پوځي محصلین په امریکا کې بې درکه دي


د ٢٠٠٥ کال راهیسې د هغو ۳۲۰ بهرنیو زده کوونکو چې په امریکا کې یې پوځي زده کړي او بې درکه شوي، نژدې نیمایي برخه یعنی ۱۵۲ کسه یې افغانان دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتیش دفتر (سیگار) د هغه افغان امنیتي پرسونل په هکله یو څیړنه خپره کړې چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د روزنې پر وخت پرته له رخصتۍ غایب شوي دي.

د ۱۵۲ بې درکه شویو زده کوونکو له جملې څخه، ۸۳ یې یا له امریکا تښتیدلي او یا بې درکه شوي او یوازې ۲۷ یې د قانون پلې کوونکو له خوا نیول یا شړل شوي دي.

په امریکا کې د افغان زده کوونکو د بې درکه کیدلو لیوالتیا ښايي په افغانستان کې د هغوی د قطعاتو اوپراتیفي چارې له خنډ سره مخ کړي او د هغوی د قطعاتو په نورو زده کوونکو منفي اغیزه وکړي.

د افغان زده کوونکو محدودې پلټنې او د هغوی په اړه د تحقیقاتو او پناه اخیستلو پر پروسو محدویتونه ښايي متحده ایالات له امنیتي خطر سره مخامخ کړي.

پنځو زده کوونکو ادعا درلوده چې که افغانستان ته ستانه شول نو ژوند به یې له خطر سرخ مخامخ شي.

یو زده کوونکی ادعا لري چې افغانستان ته په ستنیدو د هیڅ ډول وظیفې تمه نه لري. د هغو پنځو لوړ رتبه افسرانو له ډلې نه چې افغانستان ته ستانه شوي دي، څلورو یې د افغانستان ملې اردو وروسته له هغه پریښوده چې د رپورټونو له مخې ترینه د خپلو وظیفو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د بډو غوښتنه وشوه.

زده کوونکی نپوهیږي چې له ستندیدلو وروسته به څه ډول وظایف ولري، ځکه چې د افغانستان حکومت داسې یوه پالیسې نه لري چې آیا دغه کسان به له ستنیدلو وروسته خپل خپلې مخکینۍ وظیفې ولري او یا داسې وظیفې به ورکړي چې په امریکا کې د کړې روزنې څخه استفاده وکړي.

د قونسلې چارو چارواکي ددې اجازه نلري چې د نورو کسانو په څیر له یو کاندید نه وغواړي چې آیا په امریکا کې د روزنې له بشپړولو نه وروسته افغانستان ته د ستنیدو نیت لري کنه.

د مهاجرت او ګمرکاتو اداره یا آی-سي-اي بې درکه افغان زده کوونکي یو لوړ خطر ګڼي، ځکه چې په هغوی کې د جګړې د عمر هغه کسان شامل وي چې پوځې روزنه یې لیدلې ده او له روزنې نه د تښتې لپاره یې د نیولو خطر زغملی دی.

د افغان پوځ یو تورن وایي چې د یو زده کوونکي د تښتیدو په صورت کې د هغه قطعه اغیزمنه کیږي او قوماندان به یې خپلو عسکرو ته په راتلونکو روزنو کې د برخه اخیستلو اجازه ور نکړي. همداراز د سرتیرو لپاره به بورسونه او نورې روزنې محدودې شي.

هغو زده کوونکو چې له سیگار سره یې خبرې کړي دي ویلي چې دغه ډول قضیو یې په مورال منفي اغیزه کړې ده، د افغانستان لپاره د شرم سبب شوې دي او د هغو زده کوونکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی چې بې درکه کیدل نه غواړي.

په ۲۰۱۶ کې د هغو افغانانو فیصدي له ۶-۷ څخه تر ۱۳ لوړه شوه چې په امریکا کې د روزنې په موده کې غایب شوي دي.

XS
SM
MD
LG