د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار: د افغانستان په سرحدونو کې د قاچاق د مخنیوي تجهیزات نه کارول کیږي


 مخدره توکیو، کیمیایي او نورو غیر قانوي موادو د قاچاق د مخنیوي تجهیزات
مخدره توکیو، کیمیایي او نورو غیر قانوي موادو د قاچاق د مخنیوي تجهیزات

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سرمفتش د جمعې په ورځ وویل چې اکثر هغه تجهیزات چې امریکایي قواو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانستان سرحدونو ته اخیستي وو، ترې گټه نه اخیستل کیږي.

سیگار په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ په ٢٠٠٦ کال کې یو شمیر تجهیزات واخیستل چې په سرحدي پولو کې د مخدره توکیو، کیمیایي او نورو غیر قانوي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره نصب او ترې گټه اخیستل شوی وای.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې دغه تجهیزات د ۵۹ میلیون نه تر ۶۲.۶ میلیون ډالرو پورې ارزښت لري.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د اخیستل شویو تجهیزاتو د مجموعې نه یو څه یې یواځې د کابل په هوایي ډگر کې نصب شوي دي او ترې ګټه اخیستل کیږي خو د سیگار د موندنو له مخې دغه تجهیزات وروسته له هغې چې د امریکا د پوځ له خوا د افغانستان په څلورو سرحدي پولو کې ولگول شول او د افغانستان حکومت ته ورکړل شول، ډیر ژر یې فعالیت بند شوی دی.

اکثرو افغان مقاماتو ویلي چې د دې تجهیزاتو نه د استفادې په طریقه پوهیدلي دي، خو یو افغان مقام ادعا کړې چې هغوی ددې تجهیزاتو نه د استفادې او د کوچنیو ستونزو د حل لپاره نه دي روزل شوي.

د سیگار په رپوټ کې راغلي چې ددې ډول تجهیزاتو نه د استفادې پرته د مخدره توکیو، کیمیاوي او غیر قانوني موادو د قاچاق د مخنیوي امکان ډیر کم دی.

XS
SM
MD
LG