د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار: غني او عبدالله د فساد سره په مبارزه کې صادق دي


غني او عبدالله په دې وروستیو کې د خپلو سیاسي اختلافاتو په هکله هم خبرې کړې دي
غني او عبدالله په دې وروستیو کې د خپلو سیاسي اختلافاتو په هکله هم خبرې کړې دي

د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړی مفتش (سیگار) وایي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت دواړه مشران د فساد سره د مبارزې لپاره رښتینې ژمنه کړې خو په دې هکله د جدي مخالفتونو سره مخامخ دي.

د سیگار مشر جان ساپکو د چارشنبې په ورځ په واشنگټن کې په یوه غونډه کې وویل "زه فکر کوم چې تاسې اوس د حکومت دننه په لوړه کچه د یوې سیاسي ادارې شاهد یاست او هغه د حکومت په ځنیو اقداماتو کې منعکسه شوی ده".

ښاغلي ساپکو وویل له دې سره چې د ځواکمنو افغانانو یو قشر له فساد نه گټه اخلي، خو د افغانستان د دولت ټول مقامات او کار کوونکي په فساد ککړ نه دي.

خو بیا هم د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د مفتش دفتر په پخل تازه راپور کې پراخ فساد د افغانستان د بیارغونې خنډ گڼلی او د افغان او امریکایي مقاماتو یې غوښتي چې چې د فساد په وړاندې مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

امنیت، سیاسي ثبات او پرمختیا هغه موارد دي چې ددې راپور د جوړونکو په باور یې د فساد په شتون سره تاواني شوي دي.

ښاغلي ساپکو ددې راپور د خپرولو په ترڅ کې په افغانستان کې د فساد مختلف اړخونه وڅیړل او زیاته یې کړه چې فساد د دولت په وړاندې د خلکو د غوسې سبب شوی او یاغیتوب یې غښتلی کړی دی.

دوه اړخیز مسؤلیتونه

د ښاغلي ساپکو په فکر د امریکا د متحده ایالاتو سیاستونه او چلند هم په افغانستان کې د فساد په پراخیدو کې رول درلودلی دی. هغه په ځانگړې توگه د امریکا د مرستو د میلیاردونو ډالرو په لگولو کې د افغانستان د ظرفیت نشتوالی یاد کړ او ویې ویل چې په ځنیو مواردو کې دغو مرستو فساد زیږولی دی.

د سیگار راپور تر یوه حده د فساد سره په مبارزې کې د امریکا په پالیسۍ او چلند هم انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې د ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کلونو په ترڅ کې د تدارکاتو کمزورې څارنه او د قراردادونو ورکړه د فساد سبب شوی ده.

ددې راپور په بنسټ واشنگټن باید د طالبانو د رژیم له سقوط سره سم د فساد سره مبارزه د خپل ماموریت په سر کې راوړی وای.

د سیگار د راپور په یوه برخه کې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر له قوله ویل شوي دي چې " زمونږ د هڅو د ناکامۍ وروستی ټکی یاغیتوب نه و، بلکه پراخ فساد هم کیدای شي".

XS
SM
MD
LG