د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: د اوکراین ځواکونو د روسيې ځواکونه په شا تمبولي 


د امریکا د دفاع وزارت وایي، سره له دې چې اوکراین د دریو اونیو راهیسې د روسیې د سختو بمباریو سره مخامخ دی، اوکرایني ځواکونو په ځنو جبهو کې تهاجمي حرکت پیل کړی او د روسي ځواکونو څخه یې ځنې سیمې بیرته نیولي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي نن د مارچ په ۲۲ (وري دوهمه) د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته وویل چې د اوکراین دفاعي ځواک چې د لویدیځ له لورې ورسره په میلیونونو ډالرو پوځي مرستې کیږي د تمې خلاف قوي دی او اوس اوکراینیان په ځینو ځایونو کې کله ناکله تعرضي عمل کوي.

ښاغلي کربي زیاته کړه: «هغوی د روسي قواو پسې ورځي او د هغو ځایونو نه یې باسي چې روسانو دمخه نیولي وو، په ځانګړې توګه [د اوکراین] په جنوب میکولایف کې، مونږ ګورو چې په تیرو څو ورځو کې پرمختګ کوي.»

جان کربي د روسي هوایي او پليو ځواکونو ترمنځ مخابراتي ستونزو ته اشاره وکړه چې په ځینو مواردو کې له مجبورۍ د موبایل ټیلیفونونو څخه کار اخلي.

خو هغه دا هم وویل چې نشي کولای هغه رپوټونه تائید کړي چې اوکرایني چارواکي وایي لږ تر لږه یو ښار یې بیرته نیولی او تمه ده چې څو نور په راتلونکو ورځو کې بیرته ونیسي.

ښاغلي کربي زیاته کړه چې دغه ادعا د جګړې د بڼې او هغو وړتیاو سره مطابقت لري چې اوکرایني ځواکونه ترې برخورداره دي.

د روسي ځواکونو په اړه د پنتاګون ویاند د لویدیځو څیړونکو نظر تکرار کړ چې د هغوی په وینا روسي ځواکونو خپل استقامت له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه د نفتي او غذایي موادو له کمښت سره مخامخ دي او خپل عملیات د یو عصري پوځ په توګه په ګډه نه همغږي کوي.

روسیې چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین یرغل وکړ تر اوسه نه یواځې پدې هیواد کې د زرګونو پوځیانو او ملکیانو د وژنې او ټپي کیدنې سبب شوي بلکې څه دپاسه ۳.۵ میلیون اوکراین بهر تهمهاجر شوي او څه دپاسه ۶.۵ میلیون نور دننه په هیواد کې د خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG