د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي له پاپ څخه وغوښتل چې په جګړې کې منځګړتوب وکړي 


د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي
د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د کاتولیک مسیحیانو له مشر پاپ فرانسیس څخه غوښتي دي‌ چې د انسانانو د کړاونو په کمولو کې د مرستې لپاره دې له روسیې سره یې په جګړې کې منځګړتوب وکړي.

ښاغلي زیلیسنکي نن سه شنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) وویل چې له ښاغلي فرانسیس سره یې په تیلیفون کې خبرې کړې او « د سخت بشري وضعیت او د روسیې ځواکونو له لوري د بشري‌ دهلیزونو د بندولو په اړه یې» هغه ته ویلي دي.

له دغو تیلیفوني خبرو وروسته ښاغلي زیلینسکي په خپل ټویټر کې ولیکل:«د بشري کړاو د ختمولو لپاره به د سپېڅلي‌ مقر د منځګړتوب رول د درناوی وړ وي.»

د مسکو او کیف مذاکره کوونکي په خبرو لګیا دي چې روانه جګړه ختمه شي،‌ خو لا تر دې دمه یې په خبرو کې د کوم پام وړ پرمختګ اعلان نه دی کړی.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور په اساس پاپ فرانسیس تر دې مخکې د اوکراین د جګړې د ختمولو غوښتنه کړې وه او په دغه هېواد کې یې «قتل عام» غندلی و، خو په ښکاره یې د روسیې نوم نه دی اخیستی.

د روسیې د ارتودکس مسیحیانو مشر پیټریارک کیریلي څو ورځې مخکې له پاپ فرانسیس سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې او د «سولې» لپاره یې د مذاکراتو په دوام ټېنګار وکړ.

تېره میاشت په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل وروسته، پیټریارک کیرلي په اوکراین کې د روسیې ضد مخالفت «شیطاني ځواکونه» بللي وو.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه وتلي دي او سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

امریکا او اروپا په اوکراین د روسیې یرغل غندلی، له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې اقتصادي بندیزونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG