د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي‌ سیکان د خپلو عزیزانو د وژل کېدو د قضیې پلټنه غواړي


۲۰۱۲ کې د امریکا په ویسکانسن کې د سیکانو په یو عبادتځای کې وسله وال برید وشو
۲۰۱۲ کې د امریکا په ویسکانسن کې د سیکانو په یو عبادتځای کې وسله وال برید وشو

د امریکا د متحدو ایالتونو د «انډیاناپولیس» په ښار کې یو وسله وال اته تنه ووژل چې نیمايي یې امریکايي سیکان دي.

دا پېښه تېره پنجشنبه د «فیډیک» په نامه د پوسته رسوونې په یوې څانګې کې وشوه.

اوس په نیویارک کې د سیکانو ایتلاف، چې د مدني‌ حقونو د دفاع یوه ډله ده،‌ غوښتنه کړې چې په دغې قضیې کې دې د نژادي او تعصب مسئله جدي وپلټل شي.

دا ایتلاف وايي‌ باید معلومه شي‌ چې دا سیکان خو به د مذهبي‌ او نژادي تبعیض له کبله وژل شوي ‌نه وي.

د سیکانو یو مشر ګورېندر سنګ وویل چې په برید کې څلور سیکان وژل شوي‌ چې درې یې ښځې دي. یو بل سیک ژوبل شوی دی.

نوموړي د رویټرز خبري‌ اژانس ته وویل چې د برید په ځای کې اکثریت کارکوونکي سیکان دي.

یو ۱۹ کلن وسله وال امریکايي برانډن هول د پنجشنبې په ماښام د اتو کسانو له وژلو وروسته خپل ځان هم په ډزو وواژه. دی د دغې څانګې پخوانی کار کوونکی و.

په ۲۰۱۲ کې کې هم د امریکا په ویسکانسن کې د سیکانو په یو عبادتځای کې وسله وال برید وشو چې یو شمېر یې ووژل شول او ژوبل شول.

پولیس وايي‌لا هم د پېښې دقیق علت معلوم نه دی. پولیس چارواکي‌ وایي‌ چې پولیسو تېرکال دغه بریدګر د ذهني‌ ستونزو له کبله د لږ وخت لپاره توقیف کړی هم و.

دا د انډیانا په ایالت کې په تېرې شاوخوا یوې میاشتې کې درېیم وسله وال برید دی چې یو شمېر کسان په کې وژل کیږي‌ او ژوبل کیږي.

XS
SM
MD
LG