د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انډیانا کې یو وسله وال اته کسان وژلي


دا د ۲۰۲۱ د پيل راهېسې په دغه ایالت کې درېیم دا ډول برید دی چې کیږي.
دا د ۲۰۲۱ د پيل راهېسې په دغه ایالت کې درېیم دا ډول برید دی چې کیږي.

یو وسله وال کس د امریکا متحده ایالاتو د انډیانا په ایالت کې اته کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو په وینا دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د شپې ۱۱ بجې د انډیاناپولیس هوايي ډګر ته نژدې شوې ده.

پېښه د «فېډکس» په نامه د پوسته رسونې په یوې څانګې کې شوې ده.‌

اسوشېټډ پریس خبري آژنس د پولیسو په حواله ویلي چې بریدګر وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د پولیسو یو ویاند جیناکوک ویلي چې څلور ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې په ویناد یو حالت یې خراب دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د یادې پېښې لامل معلوم نه دی او څېړنې پیل شوي دي.

د بریدګر هویت هم لا څرګند شوی نه دی او پولیس وایي‌چې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د ۲۰۲۱ د پیل راهېسې دا په دغه ایالت کې درېیم وسله وال برید دی چې کیږي.

تر دې مخکې په یو وسله وال برید کې څلور پنځه تنه وژل شوي وو چې یوه میندواره ښځه هم په کې وه.

دا په امریکا کې د وسله وال برید او ډزو تر ټولو تازه پېښه ده.

تېره میاشت په اتلانتیا کې د مسجاژ کولو په یو مرکز کې یو بل وسله وال سړي‌ اته تنه ووژل.

تر هغه مخکې په کولاراډو کې هم په یو وسله وال برید کې لس تنه وژل شوي‌ وو.

XS
SM
MD
LG