د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې میشتو سیکانو د خپل یو مشر وژل کیدو له کبله د هند قونسلګرۍ مخې ته مظاهرې کړې


پولیسو یو مظاهره کوونکی نیولی چې د نورو مظاهره چیانو سره یې د شخړې کولو کوښښ کړی و.
پولیسو یو مظاهره کوونکی نیولی چې د نورو مظاهره چیانو سره یې د شخړې کولو کوښښ کړی و.

سلګونه کاناډایي میشته سیکان شنبه جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) د دې هیواد د ټورنټو په ښار کې د هند قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي و او د خپل یو مشر د وژل کیدو له وجې یې مظاهرې کولې.

مظاهره چیانو د هند په حکومت تور لګاوه چې تیره میاشت یې د کاناډا د ونکوور په ښار کې د سیکانو د یو معبد د مشر په ترور کې لاس درلود.

د سیکانو دا مشر هردیپ سینګ نیجار نومیده او پلویان یې وایي هغه په هند کې د سیکانو د خالصتان په نامه د خپلواک ایالت د جوړیدو لپاره مبارزه کوله.

د سیکانو لپاره د عدالت په نامه د یوې ټولنې ویاند کولجیت سینګ چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " کله چې د هند یوه اداره او یا سیستم جرم کوي، باید چې مسؤل وبلل شي".

د سیکانو د دې ټولنې مرکز په متحده ایالاتو کې دی او په کاناډا کې دا مظاهره همدې ټولنې ترتیب کړې وه.
نیجار چې د هند حکومت "تر تعقیب لاندې ترهګر" اعلان کړی و د تیرې جون میاشتې په ۱۸ مې نیټې د کاناډا د ونکوور ښار یوې داسې سیمې کې ووژل شو چې ډیر سیکان پکې ژوند کوي.


ځینو مظاهره چیانو د کاناډا د پولیسو څخه غوښتل چې د دې قتل په هکله باید پلټنې وکړي او هغوي چې پکې لاس لري باید عدالت ته راکش کړل شي او مسؤل وبلل شي.

د هکریت سینګ په نامه یو بل مظاهره کوونکي چې پخپله یې مدافع وکیل هم دی وویل، "کله چې د پارلمان د کوم غړي پر ضد ورانی کیږي، تاسې وینئ چې سیاستوال هرې خوا ته ټویټونه کوي خو دلته د کاناډا یو تبع د کاناډا په خاورې کې ترور شوی، دا بهرنۍ لاس وهنه ده".


د سیکانو د ټولنې وژل شوي مشر د خالصتان جوړیدو لپاره مبارزه کوله چې د هند شمالي برخې او د پاکستان یوه برخه پکې راځي.

د هند حکومت بیا په نیجار تور لګاوه چې په هند کې دننه یې د ترهګرۍ بریدونه کړي خو هغه دا تورونه رد کړي و.


مظاهره چیان چې تقریباً ټول یې نارینه و، د ځانونو سره یې ژیړ رنګي بیرغونه هم راوړي و چې د خپل بیلتون غوښتونکي غورځنګ څرګندونه یې پرې کوله. هغوي د "خالصتان، خالصتان" شعارونه هم ورکول.

په همدې حال کې د ۵۰ په شاوخوا کې د هند اوسیدونکي چې په کاناډا کې ژوند کوي، د مظاهرو پر وخت یې ځانونه د هند قونسلګرۍ مخې ته را رسولي و او د هند د حکومت په پلوۍ یې شعارونه ورکول.

د ویجې جین په نامه د هند حکومت پلوي یو مظاهره کوونکي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "دوي (سیک مظاهره کوونکو) داسې لوحې د ځان سره لرلې چې د هندي دیپلوماتانو وژل کیدل یې غوښتل. مونږ اندیښنه لرو ځکه چې دې ډلې پخوا ترهګریزې کړنې کړیدي او سیاستوالو یې پر ضد څه ندي کړي".

د ټورنټو د پولیسو ریاست د مظاهرې سیمې ته شاوخوا ۲۰ پولیس افسران لیږلي و چې دواړه مظاهره کوونکې ډلې سره بیلې کاندي.

د سیکانو ددې مشر تر وژل کیدو وروسته د هند او کاناډا د حکومتونو تر منځ هم یو څه ستونزې پیدا شوي.

نوی ډهلی په کاناډا تور لګوي چې پدې هیواد کې د سیکانو مظاهرو سره نرمښت ښیي. د هند د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند اردینام باګچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د کاناډا د حکومت څخه یې غوښتي چې پدې هیواد کې د ټولو هندي دیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د هند تر پنجاب ایالت وروسته تر ټولو ډیر سیکان په کاناډا کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG