د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتي کمپاینونه بند او د خاموشۍ دوره پیل شوه


ټاکنې د شنبې په ورځ دي
ټاکنې د شنبې په ورځ دي

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د سکوت یا چوپتیا ۴۸ ساعته دوره، د کاندیدانو ترمنځ له دوه میاشتې انتخاباتي سیالیو وروسته، د پنجشنبې په شپه (سپتمبر۲۵) دولس بجې پیل شوه.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د قانون په اساس په دې موده کې کاندیدان او پلویان یې د هیڅ ډول انتخاباتي کمپاینونو د ترسره کولو اجازه نه لري.

د دغه کمیسیون د مطبوعاتو د کمېټې رئيس رفیع صدیقي خبریالانو ته وویل، چې رسنۍ د چوپتیا په دوره کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو اعلانونه نه شي خپرولی.

ښاغلي صدیقي دغه راز وویل: "نوماندان نه شي کولی چې انتخاباتي سیالۍ وکړي، دا دوره د چوپتیا ده".

هغه زیاته کړه، چې د دې کمېټې د صلاحیتونو په اساس به د انتخاباتو د کمیسیون د طرزالعملونو له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د مطبوعاطو کمېټې د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې خپل انځورونه او بېلبورډونه د ښار له مخې ټول کړي او د قانون له مخې باید د رایې ورکولو د مرکزونو په سل متره واټن کې د هیڅ کاندید انڅور و نه لیدل شي.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه هم له کاندیدانو او د هغوی له انتخاباتي ټکټونو څخه غواړي، چې د چوپتیا په دوره کې قانون مراعت کړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید امریکا غږ ته وویل، چې د چوپتیا په موده کې باید خلکو ته د مناسب انتخاب فُرصت ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "خلک باید پرېښودل شي چې دوی په آرامه باندې فکر وکړي او له ځان سره یو سنجش وکړي، ترڅو چاته رایه ورکړي".

د جمهوري ریاست د انتخاباتي سیالیو دوره د زمري په شپږمه نیټه پیل شوه او د قانون په اساس باید د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې ودرول شي.

XS
SM
MD
LG