د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغانستان کې جنګ زیات او طالبان ۱۱ ولسوالیو کې واکمن شوي


د تېرې یوې لسیزې پرتله د افغانستان امنیت خراب شوی- سیګار
د تېرې یوې لسیزې پرتله د افغانستان امنیت خراب شوی- سیګار

سیګار د افغانستان د روان امنیتي حالاتو په اړه حیرانونکي ارقام خپاره کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش سیګار په خپل تازه راپور کې د تېرې یوې لسسیزې په پرتله د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت خورا بد او خراب بللی دی.

سیګار وايي د ۲۰۰۷ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو میاشتو کې امنیتي پېښې تر ټولو ډېرې شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې روان جنګ په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۴۱۸ ولسي خلک وژلي چې دا د ۲۰۰۹ کال راهېسې د ولسي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د سیګار په راپور کې د افغان ځواکونو تلفات هم ډېر لوړ ښودل شوي دي. سیګار وايي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ د اولې او فبرورۍ د دویمې نېټې ترمنځ ۸۰۷ افغان سرتيري وژل شوي او ۱۳۲۸ نور ژوبل شوي چې حیرانوونکي دي.

همدا شاوخوا یوه اونۍ مخکې طالبانو د بلخ په ۲۰۹ قول اردو باندې برید وکړ او څه باندې ۱۰۰ افغان سرتېري يې ووژل.

سیګار د دوشنبې د ورځې په راپور کې دا هم ویلي چې افغان حکومت د ۴۰۷ ولسوالیو په ۶۰فیصده حاکمیت لري او پر ۱۱ یې طالبان کنترول دي.

په راپور کې د افغانانو کډوال کېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د نا امنیو له کبله ۶۶۰۶۳۹ افغانانو خپل هېواد پرېښې او کډوال شوي دي.

سیګار همدغه راز په افغانستان کې د نشه يی توکو قاچاق او کرکیلی هم یاد کړي او وايي چې د نشه يي توکو قاچاق د اورپکو د فعالیتونو مهمه منبع ده. وايي افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۴۸۰۰ مېټریک ټنه اپیم تولید کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش سیګار وخت ناوخت د افغانستان په روانو حالاتو باندې راپورونه او د خپلو تحقیقاتو نتایج اعلانوي.

تراوسه د دغه راپور په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG