د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې د افغانانو لپاره د ځانګړې مهاجرتي ویزې (SIV) پروګرام د ولسمشرۍ ۱۰۹۸۸ اعلامیې له مخې له تعلیق څخه مستثنا نه دی.
د دې وزارت یوه ویاند د هغو راپورونو په اړه، چې وایي د افغان SIV غوښتونکو د دوسیو پروسه بېرته پیل شوې خو ښایي د امریکا قونسلګرۍ یې د ویزې غوښتنې رد کړي، وویل چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت لپاره د ویزو د صدور د بهیر له لارې د “ملي امنیت او عامه خوندیتوب ساتنه ” لومړیتوب لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
“د ولسمشرۍ د ۱۰۹۸۸ شمېرې اعلامیې له مخې، د افغانستان د ټولو اتباعو امریکا ته داخلېدل پرته له انفرادي استثناوو او ځانګړو کټګوریو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ځنډول شوي دي. د مهاجرتي ویزو (SIV) دپآره افغانان مستثنا نه دی. “
له دې مخکې، د “افغان ایواک” په نوم یوې ادارې، چې د افغان SIV غوښتونکو ملاتړ کوي، ادعا کړې وه چې د دغو متقاضیانو ویزې باید یوازې د همدې اعلامیې پر بنسټ رد نه شي.
دغه بنسټ همدارنګه د هغو هېوادونو له اتباعو چې امریکا ته یې د ننوتلو بندیز لګېدلی په ځانګړي ډول د افغان SIV غوښتونکو څخه غوښتي چې که د ویزې مرکې لپاره بلل کېږي، ژر تر ژره د مهاجرتي چارو له متخصصینو سره مشوره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر بنسټونو او د هغو افغانانو ملاتړو، چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې له امریکایانو سره په افغانستان کې کار کړی، د امریکا د کورني امنیت له نوي وزیر مارک وین مولن څخه غوښتنه کړې چې د SIV ویزو بهیر بېرته پیل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر دسمبر ۳۱ پورې، ۱۵۹۱ افغانان د SIV ویزو له لارې امریکا ته داخل شوي وو.
خو د ولسمشرۍ د ۱۰۹۸۸ شمېرې اعلامیې د عملي کېدو وروسته، چې له مخې یې د افغانانو پر سفر بندیز لګېدلی، دا شمېر د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر مارچ ۳۱ پورې ۴۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.
د یاد وزارت شمېرې دا هم ښيي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه هېڅ افغان د کډوالو د منلو له پروګرام څخه امریکا ته نه دی داخل شوی، او د تېر کال د نومبر په میاشت کې یوازې درې افغان کډوال امریکا ته رسېدلي وو.
فورم \ دبحث خونه