د امریکا متحدو ایالتونو د ملي ګارډ پر سرتېرو د یوه افغان وګړي د ترهګریز برید په غبرګون کې د "د اندیښنو وړ ټولو هیوادونو" څخه د راغلو اتباعو ګرین کارتونه بیا ارزونه کیږي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) په واشنګټن ډي سي کې د یوه افغان کډوال لخوا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ترهګریز برید په غبرګون کې د "هر هغه هیواد څخه چې امریکا یې په اړه اندیښنه لري" کډوالو ته یې ورکړل شوي د دایمي استوګنې جواز د بیا ارزونې امر کړی دی.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) د څانګې مشر د پنجشنبې په ورځ (د نومبر۲۷) د ایکس په ټولنیزې شبکې دا خبره اعلان کړه.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې مشر جوزوف ادلو، لیکلي "د [ولسمشر ډونالډ ټرمپ] په لارښوونه، ما د هر هغه هیواد څخه چې د اندیښنې وړ دی د هر بهرني لپاره د هر ګرین کارت بشپړ او جدي بیا ارزونې لارښوونه کړې ده."
هغه زیاته کړه: "د دې هیواد او د امریکا د خلکو ساتنه زموږ لومړیتوب دی، او د امریکا خلک به د پخوانۍ ادارې د کډوالۍ په اړه د بې پروا پالیسیو بیه ورنکړي."
امریکایي چارواکو د دې پېښې عامل، ۲۹ کلن افغان وګړی رحمان الله لکڼوال نوموړی. په برید کې د ملي ګارد دوه سرتېري ټپیان شول او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې به شپه وویل چې د دې سرتېرو له ډلې څخه، سارا بیکسټروم ساه ورکړه.
د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې، لکڼوال د "بهرني مجرم" په توګه وښودو او ویې ویل چې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه "ملګرو ته د ښه راغلاست" د تخلیې د عملیاتو د یوې برخې په توګه "دې ترهګر ته اجازه ورکړه چې هیواد ته ننوځي".
ویل شوي چې لکڼوال د "ترهګرو په ګډون د هغو زرګونو افغان اتباعو څخه یو و چې سابقې یې نده ارزول شوي" او د دې پروګرام لاندې امریکا ته ننوتلی و. په دې اړه رسمي معلومات نه شته چې لکڼوال د ګرین کارت غوښتنه کړې وه که نه.
ټرمپ په جون کې، یوه اعلامیه خپره کړه چې متحدو ایالتونو ته د ۱۲ هیوادونو په وګړو د سفر بشپړ بندیز وضع کړ او د اوو نورو هېوادونو په وګړو د سفر محدویتونه ولګول، چې په دې هیوادونو کې د خلکو د تصدیق او تفتیش کې نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې.
په اعلامیې کې د دغو ۱۹ هیوادونو هغه وګړي له دې بندیز یا محدودیت څخه معاف وو چې د متحدو ایالتونو ګرین کارت لري.
دا لا روښانه نه ده چې ایا د ټولو ۱۹ هیوادونو څخه د ګرین کارت لرونکو کارتونه به اوس د امریکایي چارواکو لخوا بیا کتل کیږي او که نه.
د ټرمپ له خوا امریکا ته د سفر د بشپړ بندیز په نوم لړ کې د افغانستان، برما، چاد، کانګو جمهوریت، استوایی ګیني، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع شامل وو.
د سفر د محدودیتونو په لېست کې د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا اتباع شامل وو.
د امریکا د تابعیت او مهاجرت ادارې چهارشنبي په ورځ د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل"په سمدستي توګه، د افغان اتباعو پورې اړوند د ټولو مهاجرتي غوښتنلیکونو کارونه د امنیت او تفتیش د پروتوکول تر بیاکتنې پورې د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوي دي. زموږ د هیواد او امریکاییانو ساتنه او خوندیتوب زموږ یواځنی تمرکز او ماموریت دی."
ډونالډ ترمپ د پخواني ولسمشر، جو بایډن، حکومت ته په اشارې لیکلي: "زه به د دریمې نړۍ له ټولو هېوادونو څخه مهاجرت د تل لپاره ودروم ترڅو د امریکا سیسټم ته اجازه ورکړم چې په بشپړ ډول ورغېږي، د بایډن (له لوري) د ملیونونو غیرقانوني (مهاجرو) منل به پای ته ورسوم، د هغو په ګډون چې د ویده جو بایډن په اتوپېن (اتومات قلم) لاسلیک شوي، او هر هغه کس به وشړم چې د متحدو ایالتونو لپاره ګټور نه دي."
د بایډن حکومت ویلي وو چې د دې پروګرام له مخې د راغلو افغانانو له ۴۰ سلنې څخه ډیر د ځانګړي مهاجرت ویزو (SIVs) مستحق وو، د SIV پروګرام د دایمي استوګنې لپاره لاره پرانستله چې بالاخره د امریکا د متحدو ایالتونو تابعیت ته لاره هواروي.
فورم \ دبحث خونه