د لاس رسي وړ اتصالات

'افغان ترجمانانو ته دې ۹میاشتو کې ویزه ورکړل شي'


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتش په افغانستان کې د امریکا د حکومت او پوځ افغان ژباړونکو ته د ځانګړې ویزې یا SIV ستونزې په نښه کړي او سپارښتنه یې کړې چې باید ددغه پروګرام درخواست کوونکو ته د نهه میاشتو په ترڅ کې ویزه ورکړل شي.

امریکا ته د ځانګړي مهاجرت د ویزې پروګرام هغو افغانانو او عراقيانو ته جوړ شوی چې په افغانستان او عراق کې یې د امریکا د حکومت او پوځ لپاره د ژباړونکي او یا قراردادي په توګه کار کړی دی.

د ۴۴ پاڼو په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکونکي چې د ځانګړي مهاجرت د ویزې د مراحلو د ارزونې لپاره استخدام شوي، بسیا ندي او ندي توانیدلي چې د درخواستونو تراکم راکم کړي، هغه وضعیت چې ددې رپوټ په اساس کیدای شي درخواست کوونکي له ګواښ سره مخامخ کړي.

د هغه طرز العمل له مخې چې د ویزې د ورکولو لپاره جوړ شوی درخواست کوونکي باید د نهو میاشتو په ترڅ کې ویزه ترلاسه کړي، خو یو شمیر درخواست کوونکي د ویزې لپاره کلونه انتظار پاته دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د ځانګړي مهاجرت د ویزې د سهمیې له مخې چې د کانګرس له لورې تصویب کیږي درخواست کوونکو ته ویزه ورکوي.

د امریکا کانګرس تیر کال د "افغان متحدینو د ساتنې قانون" په اساس افغانانو ته ۴۰۰۰ ویزې تصویب کړې، خو دغه شمیره هم د درخواستونو ارزونې ته کافي نه وه.

په رپوټ کې راغلي دي چې د هغو افغان محلي کارکوونکو لپاره چې په افغانستان کې د امریکا له حکومت او امریکایي پوځیانو سره کار کوي د هویت د ثبت کولو مرکزي بانک نشته.

بله ستونزه د درخواست کوونکو د روغتیایي معایناتو لوړه بیه ده چې پدې رپوټ کې په نښه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتل شوي چې هغه راټیټه کړي، ځکه زیات شمیر درخواست کوونکي یې د ادا کولو توان نلري.

همداشان په رپوټ کې ویل شوي چې د ځانګړي مهاجرت د ویزې پروګرام د نویو افغان کارکوونکو د ګمارلو پر وړتیاو باندې زیات تاثیر ندی کړی.

د رپوټ له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې افغانانو ته د ځانګړي مهاجرت د ویزو د پروګرام د لوړپوړي همغږي کوونکي بست د ۲۰۱۷ کال راهیسې تش پروت دی او دا کار ددې پروګرام په پلي کولو کې د ستونزو د رامنځ ته کیدو سبب شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نه غوښتل شوي چې دغه بست ډک کړي او همداشان هغه ته سپارښتنه شوې چې امریکا ته د ځانګړي مهاجرت د ویزو د پروګرام د موظفو کارکوونکو استخدام وارزوي او درخواست کوونکو ته د نهو میاشتو په ترڅ کې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتش سپارښتنه کړې چې د بهرنیو چارو وزارت دې د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې او د امریکا د داخلي امنیت د وزارت سره په همغږۍ هغو افغانانو ته د ثبت کولو مرکزي بانک جوړ کړي چې د ځانګړي مهاجرت د ویزو درخواست ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرمفتش د رپوټ له مخې د ۲۰۰۹ کال راهیسې چې د امریکا کانګرس "د افغان متحدینو د ساتنې قانون" تصویب کړ چې د ۲۰۱۹ کال تر سپتمبر پورې د ۱۸۴۷۱ افغانانو درخواستونه ارزول شوي او ۱۸۸۶۴ نور درخواستونو باندې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG