د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د افغان کمانډو شپږ سرتېري وژل شوي

د افغانستان د ملي اردو د کومانډو ځواکونو چارواکي وايي، چې په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې د کومانډو ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د کومانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه شمیر سرتیرو ته تیره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د کمین په نتیجه کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه "تیره شپه موږ په فاریاب ولایت کې څو عملیات درلودل، په غورماچ، درزآب، د فاریاب کوهستان او د سرحوض په کلي کې مو هم‌مهاله عملیات درلودل، په خواشینۍ سره چې د (فاریاب – جوزجان) په لومړۍ نمبر لویه لاره کې یوه پېښه رامنځ ته شوه، له دښمن سره د نښتې په نتیجه کې زموږ شپږ نفره شهیدان شول او یو کس زخمي شو".

ښاغلي سلیم وویل، چې په نښته کې یو شمیر وسله‌وال طالبان هم ټپیان شوي دي.

د هغه پر وینا، پېښه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په ګورزاد کوتل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایتي شورا د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښيي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي طاهر رحماني امریکا غږ آشنا ته وویل "که لږ غفلت وکړو د میمنې ښار سوزول کیږي. له سیمه‌ییزو مسولینو سره شیبه په شیبه په اړیکه کې یو،موږ ته ډاډ راکوي چې ستونزه نشته، امنیت ټینګ دی او طالبان حرکت نه شي کولی".

د ولایتي شورا رئیس زیاته کړه، چې د نظام‌الدین قیصاري وسله‌والو د هغه د خوشې کولو لپاره د اعتراض په توګه شاوخوا دولس پوستې طالبانو ته پریښې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG