د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې ته روانې ډوبې شوې کښتۍ کې ۶ افغانان مړه شوي


د برتانیې او فرانسې ساحلي ګارد لسګونه تنه د ډوبیدو څخه ژغورلي هم دي
د برتانیې او فرانسې ساحلي ګارد لسګونه تنه د ډوبیدو څخه ژغورلي هم دي

په فرانسې کې چارواکي وایي شپږ افغانان چې په وړې کښتۍ کې برتانیې ته روان و، په سمندر کې یې کښتۍ ډوبه شوې او مړه شویدي.

پولیسو شبنه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) ویلي چې د ژغورنې عمله لا هم لګیا ده د ورکو شویو کسانو پسې لټون کوي خو لا معلومه نده چې څومره کسان لادرکه دي.
د سمندري چارو لپاره د فرانسې د دولت وزیر هاروي بیرویل د کالې په بندر کې د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل چې د کښتیو ډوبیدل او چپه کیدل یوه ناوړه بشري غمیزه ده او قاچاقبران یې هم محکوم کړل.

د فرانسې دې جګپوړي چارواکي وویل چې "قاچاقبران کډوال مرګ ته لیږي" او د هغو شبکو پر ضد یې د مقابلې کولو ژمنه وکړله چې پدې قاچاق کې لاس لري.

پولیسو ویلي چې شپږ واړه ډوب شوي افغانان و چې عمرونه یې د دیرشو کالونو په شاوخوا کې و.

د فرانسې او برتانیې ساحلي ګارد پدې پیښې کې ۶۱ تنه د ډوبیدو څخه ژغورلي هم دي او ویل کیږي چې تقریباً ټول یې افغانان او یوازې څو تنه یې د سودان اتباع دي.

پولیسو ویلي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې سپاره ډیر کسان هغوي دي چې عمرونه یې تر اتلسو کالونو پورته دي خو یو څو پکې کم عمره ماشومان دي چې د عمرونو په هکله یې څه ندي ویل شوي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزیرې سویلا برویرمن هم په پیښې خفګان څرګند کړی او پدې پیښې کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د فرانسې صدراعظمې الزابیت بورني په پیښې د خفګان څرګندولو تر څنګ د ژغورونکو هلې ځلې ستایلي دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دا ډول پیښې کډوال نه بې زړه کوي چې پدې خطرناکو سفرونو ولاړ شي.

هغې لیکلي، "ډیره سخته ده، هغوي انسانان دي. داسې نورې ډیرې غمیزې به وشي. کډوال هر ډول خطر مني او دا به هیڅکله بند نشي".

ویل کیږي چې دا کښتۍ د فرانسې په سیمه ایز وخت د شپې په ۲ بجو د فرانسې په شمالي ساحل کې ډوبه شوې.

د فرانسې او برتانیې تر منځ دا لار چې چینل نومیږي، په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ له پلوه یوه تر ټولو مصروفه لار ده.

د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د فرانسې څخه څه باندې سلو زرو کډوالو په وړو کښتیو کې ځانونه برتانیې ته رسولي دي.

برتانیې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې ژمنه وکړله چې هر کال به فرانسې ته میلیونونه یورو پدې خاطر ورکوي چې د دې کډوالو د ورتګ مخه ونیسي او د هماغې نیټې راپدیخوا فرانسوي پولیسو او ساحلي ګارډ د کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره ګزمې پیل کړي.

خو دا چې په سمندر کې هوا یو څه ښه شوې، پدې تیرو څو ورځو کې یو ځل بیا د کښتیو تګ ډیر شوی.

چارواکي وایي چې د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ هم ۱۱۶ کډوال چې په دریو وړو کښتیو کې سپاره و، د ډوبیدو څخه ژغورل شوي خو معلومه نده چې د کوم هیواد / هیوادونو خلک و.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پنجشنبې په شپه یې ۷۵۵ کډوال لیدلي چې په ۱۴ وړو کښتیو کې سپاره و او د دې هیواد جنوبي ساحل ته روان و. په روان میلادي کال کې دومره ډیر کډوال په هیڅ ورځ کې دې هیواد ته نه و ورغلي.

دې وزارت همدارنګه ویلي چې تقریباً ۱۶ زره کډوال په کښتیو کې سږ کال د فرانسې څخه برتانیې ته اوښتي دي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت وایي ۹۴ په سلو کې مهاجرین چې په تیرو څلورو کالونو کې د دې چینل د لارې راغلي، د پنا غوښتنه یې کړې او هغوي چې د پنا غوښتنې ځواب یې ورکړل شوی، ډیرو ته یې مثبت ځواب راغلی.

د برتانیې د قانون له مخې یوازې په هغه صورت کې یو تن پدې هیواد کې د پنا غوښتنه کولی شي چې عملاً هلته موجود وي.

برتانیې ته د کډوالو ورتګ پداسې حال کې ډیر شوی چې حکومت چې پدې هیواد کې د پنا غوښتونکو د لګښتونو د کموالي لپاره لارې چارې لټوي، په تازه هڅې کې یې د یوې کښتۍ څخه هوټل جوړ کړی او یو شمیر پنا غوښتونکي یې پکې ځای پر ځای کړي.

د Bibby Stockholm په نامه دا کښتۍ د انګلستان په جنوب کې په اوبو کې ولاړه ده او تر ۵۰۰ پورې سړي پکې په یو وخت کې ځایدلی شي.

په بریتانیا کې مطبوعاتو دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه کډوال چې په ګران بیعه هوټلونو کې تر دې دمه ساتل کیدل راټول او په همدې کښتۍ کې ځای پر ځای شي.

دا کښتۍ چې درې پوړه لري او د خوب خونې پکې خوا په خوا جوړې شویدي، د پوهنتون لیلې ته ورته ځای دی. په کښتۍ کې آشپزخانه، د خواړو لپاره جلا ځای، د ناستې او سپورت کولو لپاره وړوکی کلب او د جامو وینځلو لپاره هم آسانتیاوې پکې شته دي.

د اوس لپاره د Bibby Stockholm کښتۍ د انګلستان جنوبي ساحل کې د پورټلیند په بندر کې ولاړه ده. د سیمې اوسیدونکو او د کډوالو د حقونو مدافعینو د برتانیې د حکومت د دې پلان سره مخالفت څرګند کړی ځکه هغوي وایي پداسې شرایطو کې د پنا غوښتونکو ساتل نامناسب دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG