د لاس رسي وړ اتصالات

شپږنیم میلیونه افغان کډوال بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي - کډوالو چارو وزارت


د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" د یو راپور له مخې افغانستان د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونو کې شامل دی، چې هم یې میلیونونه وګړي خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي او هم په سلګونو زره نور د جګړې او لوږې له امله په کور دننه بې ځایه شوي دي.

نن د جون شلمه ( غبرګولي ۳۱) په نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" د یو راپور له مخې اوس مهال په نړۍ کې په اجباري ‌‎ډول د بې ځایه شوو کسانو شمیر د نړۍ د ټول نفوس یو فیصد ته رسیږي.

په دغه راپور کې میلیونونه افغان کډوال د هغو کډوالو په ډله کې شمیرل شوي، چې د تیرو څلورو لسیزو لپاره یې په پرله پسې ډول په بهرنیو هیوادونو کې په کډوالۍ کې ژوند تیر کړی دی.

دا راپور وايي، افغان کډوالو خپله پنځمه لسیزه هم په کډوالۍ کې پیل کړې ده.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې اوس مهال شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال او پناه غوښتوونکي په بهرنیو هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیروي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا ته وویل، چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

هغه وویل، چې شاخوا پنځه سوه زره افغانان په اروپا او پنځه سوه زره نور په امریکا او استرالیا کې او همداشان په همدې شمیر نور په عربي هیوادونو کې اوسیږي.

ښاغلي باهر اروپايي هیوادونو ته په غیر قانوني ډول د افغانانو کډوالۍ د بهیر په هکله وویل، چې په تیرو دریو کلنو کې اروپايي هیوادونو ته د افغانانو د تللو بهیر ور شوی دی.

خو هغه وویل، چې په دې برخه کې دقیقې شمیرنې ورسره نشته دی.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت دغه چارواکی وايي، چې په افغانستان کې د جنګ جګړو او لوږې له امله هم په سلګونو زره افغانان له خپلو مینو نورو سیمو ته کډه کړې ده.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، چې سږکال له دوو سوو زرو څخه زیات وګړي بې ځایه شوي دي.

محمد رضا باهر وویل، په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې دا شمیر اوه سوه او ۳۶ زرو تنو ته رسیدلی وو، چې تیرکال بیا ۴۴۳ زره بې ځایه شوي د حکومت په مرسته بیرته خپلو مینو ته ستانه شوي وو.

په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل وروسته د دغه هیواد څخه نورو هیوادونو ته د افغانانو کډوالۍ بهیر پیل شوی، چې دا بهیر په تیرو څلورو لسیزو کې هم همداسې دوام موندلی دی.

په افغانستان کې جګړه، اقتصادي ستونزې او سیاسي بې ثباتې وطن ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو پر وړاندې د لویو خنډونو په توګه یادیږي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، په یوه طرحه باندې کار کوي، چې له مخې به یې د طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک وروسته وطن ته د سلګونو زرو افغانانو په ستنولو او بیرته میشت کولو کې مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG