د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د یوې کورنۍ شپږ غړي په ډزو وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ په «خانقاه» کلي کې د یوې کورنۍ شپږ غړي په ډزو وژل شوي دي.

د فاریاب امنیه قوماندان جنرال غیب الله سادات د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۹مه» امریکا غږ اشنا ته وویل، چې یاد کسان تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې لخوا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل:"د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ په خانقاه کلي کې د یوې کورنۍ شپږ غړي چې دوه نارینه، درې ښځې او ماشوم په کې شامل دي وژل شوي او یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي."

که څه هم تر دا مهاله د دغه کسانو د وژل کېدو انګېزه نه ده معلومه، خو د فاریاب امنیه قوماندان وايي، چې کېدایشي یاد کسان ښار ته د ډېر تګ راتګ له امله وژل شوي وي.

د فاریاب امنیه قوماندان همدارنګه زیاته کړه، چې له دغه پېښې سره په تړاو یې د طالبانو د سرې قطعې درې تنه وسله وال هم وژلي دي.

چارواکي وايي،دغه پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

په سیمه کې یوې سرچینې بیا امریکا غږ اشنا ته د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، د دغه کورنۍ غړي چې د طالبانو له لیکو څخه راوتلي و تر هغه وروسته د طالبانو لخوا ګواښل شوي و.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه پېښه په دوی پوري اړه نه لري، بلکي د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG