د لاس رسي وړ اتصالات

د پغمان جنسي تیري کوونکي او حبیب استالف اعدام شول


د څرخي پله په زندان کې د اعدام ځای
د څرخي پله په زندان کې د اعدام ځای

د پغمان د جنسي تیري د پېښې پنځه عاملین او حبیب استالف نن چارشنبه د څرخي پله په زندان کې اعدام شول. د بخښنې نړیوال سازمان دا اعدامونه عدالت ته سپکاوی ګنلی دی.

‎‫د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د شپږو مجرمانو د دار په ځړولو د دغو مجرمانو د محاکمې په وخت په محکمو کې د هغوی د دوسیو د څیړولو په بهیر کې یو لړ حقوقي نیمګړتیاووته په کتنې د هغوی اعدام د عدالت په وړاندې څرګند سپکاوی ګڼلی دی.‬
‫ ‬
‎‫د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې چې نن ماسپښین د کابل په څرخي پله په زندان کې په ډله ایزه توګه د جنسي تیري او سړی تښتونو په قضیو کې شپږو مجرمانو ته د اعدام د سزا د ورکولو لږ وروسته خپور شوی دی ویلي چې دغې قضیې د افغانستان په عدلي او قضایي سیستم او قوانینو کې یو لړ نیمګړتیاوې را برسیره کړي، چې نوي جمهورریس یې د اصلاح ژمنه کړې ده.‬
‫ ‬
‎‫ددې سازمان په بیان کې راغلي" دا محاکمه دتناقضاتو، د پلټنې په وخت د شکنجو، ادعاء ګانو اوسیاسي نفوذ سره یو خای وه".‬

‎‫د بخښنې نړیوال سازمان د پغمان د ډله ایز جنسي تیري قضیه یوه ډیره وحشتناکه پیښه ګنلي ده او ویلي دي چې ددغې پیښې په هکله د خلکو را ولاړ شوی قهر او غصه د درک وړ ده .‬

‎‫د بخښنې نړیوال سازمان دغو مجرمانو ته د اعدام د سزا د درولو په برخه کې د نوي جمهورریس اشرف غني احمدزی پاته راتلل د بشري حقوقو او د قانون د حاکمیت په برخو کې د افغانستان د نوي حکومت لومړۍ ماته ګڼلې ده.‬

‎‫دافغانستان عدلي او قضایي ادارې وایي چې اوس هم ددغه هیواد په زندانونو کې د درې شوو په شاوخوا کې بندیان د اعدام د سزا سره مخ دي.‬

‎‫د افغانستان حکومت نن شپږ تنه د افغانستان د درې ګونو محکمو د حکم او د افغانستان د پخواني جمهورریس حامد کرزي له خوا د اعدام د سزا د تائید وروسته د څرخي پله په زندان کې اعدام کړل‬.

‎‫د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي امریکا ته وویل چې دغو شپږو تنو مجرمانو ته د ‬کابل په څرخي پله په زندان کې د اعدام سزا نن ماسپښین تطبیق شوه.‬

‎‫ښاغلي سالنګي وویل"پدغو شپږ تنو د اعدام حکم تطبیق شو".‬

‎‫په دغو اعدام شوو کسانو کې پنځه تنه یې د پغمان په ډله ایز جنسي تیري کې شامل کسان وو او بل تن یې حبیب استالفي وو هغه هم د سړی تښتونی او نورو ډیرو جنایې پیښو کې يې لاس درلود‬.

خو د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر بیا وايي، د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له قوانینو بې خبره دی، او په ویناء یې د محاکمو پرېکړې عادلانه وې، کبیر رنجبر وايي، ددغو اعدامونو نه اجراء د نوي ولسمشر په واک کې نه وه.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وویل ددې قضيې اعدامونه پخواني ولسمشر توشیح کړي وو، نوي ولسمشر حق نه درلود چې څه پکې تغییر راولي د اساسي قانون له مخې.

د ښځو چارو وزارت ددې اعدامونو هرکلی کړی دی.

ددې وزارت نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي : د ښځو وزارت له دغو اعدامونو ملاتړ کوي.

بل لورته په ښار کې عام افغانان د پغمان د پېښې د عاملینو او د حبیب استالفي له اعدامونو خوښ دي، خو وايي چې ولې په عام محضر او د رسنیو په وړاندې اعدام نه شول.

د کابل ښار اوسېدونکی امین شاکر وايي "دا خو ښه کار وشو، خو باید په عام محضر کې شوی وای، یا د رسنیو په مخکې، دا چې د رسنیو په مخې و نه شو، معنی دا چې څه پټ شوي دي".

دا اعدامونه په پام کې وو، چې نن له غرمې مخکې ترسره شي، خو رسنیو د اعدام په محوطه کې شتون درلود او د رسنیو شتون ددې لامل شو، ترڅو دا اعدامونه څو ساعته وځنډیږي.

نن سهار نهه بجې رسنۍ د څرخي پله زندان ته ورغلې، او رسنیو هغه ګاډي هم ولیدل چې محکومین د اعدام محوطې ته راوړل شول.

خو پرته له دې چې رسنیو ته علت وویل شي، محکومین بیرته یوړل شول، کله نا کله به څارنوال او پولیسو له رسنیو سره مجادله کوله ترڅو رسنیو ډډې ته شي او د اعدام بهیر تر پوښښ لاندې رانه ولي.

بلاخره د ورځې دوه بجې رسنۍ د اعدام له محوطې ووتې او د رسنیو له وتلو وروسته ددغو محکومینو اعدام وشو.

خو دا اعدامونه د نوي حکومت په موده کې اجراء شول، ددغو شپږ تنو اعدام په روان کال کې او د نوي حکومت لومړي اعدامونه دي.

XS
SM
MD
LG