د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم کې یو کس د خلکو په یو محفل موټر خېژولی او شپږ تنه یې وژلي


د بلجیم مقاماتو ویلي چې د یکشنبې په سهار مارچ ۲۰ (کب ۲۹) ددې هیواد په له لوفیر ښار کې یو موټر چلوونکي خپل موټر د یو جشن په ګډون کوونکو باندې وخیژاوه شپږ تنه یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

د له لوفیر ښار څارنوال ډامین ورهین، خبریالانو ته وویل: "تر دې دمه چې پلټنې روانې دي همدومره پوهیږم چې موټړ په یوه ډله خلکو وروړل شوی شپږ تنه وژل شوی او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي، د لسو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک دی."

ښاغلي ورهین وویل چې ددې پیښې دوه اصلي شکمن کسان چې ۳۴ او ۳۲ کلن دي اوس د پولیسو سره په توقیف کې دي او د هغه په وینا تر اوسه نشو کولای ووایو چې ددې برید انګیزه ترهګري وه او که نه.

د بلجیم صدراعظم الکساندر ډی کرو، د ټویټر په یو پیغام دغه پیښه "وحشتناک خبر" ګڼلی دی. د ناروی د صدراعظم دفتر ویلي چې ټاکل شوی وه ښاغلی ډی کرو او د بلجیم پاچا فلیپ، هم یکشنبه ناوخته دغه ځای ته لاړ شي.

بلجیم د کال پدې موسم کې د یو لړ میداني جشنونو د جوړولو شاهد وي چې د "بینچ" او "الوست" رسم ګذشتونه یې خورا مشهور دي.

یو عیني شاهد د بلجیم دولتي رسنۍ ته ویلي: "زه پیاده تیریدم او ومې لیدل چې یو موټر په ډیر سرعت د خلکو په لور چلول کیږي. موټر چلوونکي موټر ونه دراوه او پر خلکو یې بوته."

د له لوفیر ښار ښاروال جاکوس ګوبرټ، ویلي چې د پیښې پر وخت له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان د جشن په ځای کې موجود وو. هغه وویل چې موټر په ډیر سرعت پر خلکو خیژول شوی دی.

تیره میاشت یوه ورته پیښه په جرمني کې هم شوی وه او یو سړي په خپل موټر د یو جشن په ګډون کوونکو برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې په لسګونو کسان ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG