د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري ریاست ته دیموکرات کاندیدان نهمه مناظره کوي


په نیواډا کې د دیموکراتانو مناظره نن چهار شنبې د شپې له ۹ تر ۱۱ بجو کیږي
په نیواډا کې د دیموکراتانو مناظره نن چهار شنبې د شپې له ۹ تر ۱۱ بجو کیږي

ټاکل شوېده د امریکا جمهوري ریاست ته شپږ دیموکرات کاندیدان نن چهار شنبه د ( فبروري ۱۹ مه ) د امریکا په نیواډا ایالت کې مناظره وکړي.

دا د دیموکراتو کاندیدانو نهمه مناظره ده چې غواړي د نوامبر په عمومي ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ په وړاندې قوي سیال معلوم کړي.

د نن شپې مناظره به د جمهور رئیس د پخواني مرستیال جوبایډن او د ماساچوستس ایالت سناتورې الیزابت وارن ته ډیره مهمه وي، ځکه هغوی د ایوا او نیوهمشیر په ټاکنو کې ښه نه وو ځلیدلي.

د وارمانټ سناتور برني سنډرز او د اندیانا د سهیلي برخې پخوانی ښاروال پیت بوتیجیج په داسې حال کې په دې مناظره کې برخه اخلي چې د ایوا او نیو همشیر په ټاکنو کې پیاوړي را څرګند شوي دي.

په نیوادا کې تازه نظر پوښتنې ښيي چې برني سندرز تر نورو سیالانو مخکې دی.

د مني سوټا سناتوره ایمي کلوبچار چې د نیوهمشیر په ټاکنو کې دریمه شوه د نن شپې په مناظره کې به هم هڅه وکړي چې پیاوړې راڅرګنده شي.

د امریکا د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو تازه خبر دادی چې د نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلامبورګ د نن شپې په مناظره کې برخه اخلي.

نوموړی په داسې حال کې په ملي نظرسنجیو کې راڅرګندیږي چې په ټاکنیز کمپاین یې د سلګونو میلیونو ډالرو لګول پیل کړي دي.

د نیوادا ۲۹ سلنه نفوس هسپانوي امریکایان، ۱۰ سلنه افریقايي امریکایان او ۱۰ سلنه آسیايي امریکایان دي.

ټاکل شوېده دیموکراتان کاندیدان د مارچ په دریمه د کالیفرونیا او تکساس په ګډون په ۱۴ ایالتونو کې له رقابت مخکې، د فبروي په ۲۹ نیټه په جنوبي کارولینا کې بیا سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG