د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا شپږو هېوادونو د افغانانو د پناه غوښتنې په اړه خبرداری ورکړ


د اروپایي ټولنې شپږو غړو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ سره سره ددغې ټولنې اجرائیه هیت ته په یو لیک کې د هغو افغانانو د بیرته استولو د بهیر د ځنډولو په هکله خبرداری ورکړی دی چې پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

اتریش، ډنمارک، بلجیم، هالنډ، یونان او جرمني په هغه لیک کې چې د اروپایي ټولنې اجرائیه هیت ته استول شوی او د رویترز اژانس لیدلی ویلي دي چې: «د بیرته لیږولو [بهیر] ځنډول غلط پیغام لیږدوي او کیدای شي چې دا کار نور افغانان هم دې ته وهڅوي چې اروپایي ټولنې ته د تللو په نیت له خپل هیواد نه ووځي.»

دغو هیوادونو کمیسیون ته لیکلي چې: «په همدې خاطر مونږ له تاسو او په کمیسیون کې ستاسو له ټیمونو غواړو چې د افغانستان له حکومت سره پدې هکله جدي خبرې وکړي چې څنګه افغانستان ته بیرته استول پیل او په راتلونکو میاشتو کې دا کار دوام وکړي.»

د اروپایي ټولنې زیات غړي هیوادونه اندیښنه لري چې په افغانستان کې حالات اروپا ته د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د مهاجرو د سیلاب د ورتګ بهیر بیا تکرار نکړي، کوم چې څه دپاسه یو میلیون کسان د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د افغانستان او سوریې څخه اروپا ته ورسیدل او د مهاجرت کړکیچ یې رامنځ ته کړ. دغه کار په دغو هیوادونو کې یې د ښي اړخو سخت دریځو سیاسي ډلو څخه د خلکو پلوي زیاته کړه.

اروپایي کمیسیون وایي دغه لیک یې ترلاسه کړی دی او کله چې اماده شول ورته به ځواب ووایي.

د اروپایي ټولنې د اجرائیه هیت یو ویاند دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا اروپایي کمیسیون افغانستان یو امن هیواد ګڼي چې پناه غوښتونکي بیرته ورولیږل شي وویل دا د غړو هیوادونو دنده ده چې پدې اړه قضاوت وکړي.

هغه وویل: «د اروپایي ټولنې په کچه داسې لست نشته چې کوم هیوادونه د پناه غوښتنې د درخواستونو او یا [پناه غوښتونکو] د بیرته لیږولو لپاره امن دي. دا د هر غړي هیواد پورې اړه لري چې دغه هیوادونه او د یو شخص حالات تشخیص کړي.»

د ۲۰۱۵ کال راهیسې شاوخوا ۵۷۰ زرو افغانانو په اروپایي ټولنه کې پناه غوښتې ده. د شپږو هیوادونو په لیک کې راغلي چې یواځې په ۲۰۲۰ کې ۴۴ زرو افغانانو پناه غوښتې چې پدې توګه افغانستان تیر کال له دې درکه دوهم هیواد و.

دغو شپږو هیوادونو ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالات درک کوي. دوی د اروپایي ټولنې غوښتي چې د مهاجرو څخه د ښه ملاتړ لپاره د افغانستان، پاکستان او ایران سره همکاري زیاته کړي.

د بلجیم د مهاجرت او پناه ورکولو د چارو وزیر ددغو شپږو هیوادونو د نوښت نه په دفاع کولو سره وویل: «دا چې د یو هیواد سیمې امنې ندي، پدې معنی ندي چې د هغه هیواد هر اوسیدونکی په اتوماتیکه توګه د حفاظت مستحق دی.»

XS
SM
MD
LG