د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کي شپنو شپږ زمریان وژلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کینیا پایتخت نایروبي ته څېرمه یو شمېر شپانه وايي شپږ زمریان یې وروسته له هغه ووژل چې د دوی په رمو یې برید وکړ او ۱۱ بزې او یو سپی یې وخوړل.

د شنبې د ورځې پېښه په کینیا کې پر انسانانو او څارویو باندې د زمریانو د بریدونو وروستۍ پېښه ده. د جمعې په ورځ یو بل زمری هم د امبوسالي ځنګله ته څېرمه په څړځای کې د شپنو د یوې ډلې له خوا په غشو وویشتل شو او ووژل شو.

د کینیا د چاپیریال ساتنې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې وروستیو کې په دغه سیمه کې ۱۰ زمریان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاپیریال ساتنې چارواکي په دې اړه له ځايي اوسېدونکو او شپنو سره خبرې کوي او د داسې یو سیستم په لګولو غور کوي چې کلیو او بانډو یا څړځایونو ته د زمریو د ننوتلو په صورت کې خلکو ته خبر ورکړل شي.

په وروستیو کلونو کې په کینیا کې پر انسانانو او څارویو باندې د زمریانو بریدونه زیات شوي. ځنګلونو ته څېرمه د وحشي ژویو د تیرېدو په لارو کې د کورونو او نورو ودانیو جوړېدل ددې ستونزې اصلي لامل ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۱ د جولاۍ په میاشت کې د نایروبي په ښار کې وروسته له هغه په خلکو کې وېره او ګډوډي خپره شوه چې یو زمری ددغه ښار په اووه کیلومترۍ کې له ملي پارک څخه ښار ته ننوتلی و.

په دغه ملي پارک کې زیاتره وحشي ژوي اوسي چې د وحشي ژویو د ساتنې د ادارې په خبره، دا حیوانات کله ناکله د خوړو په لټون د انسانانو د اوسېدو سیمو ته ننوځي.

د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې، پارک ته نږدې یو زمري پر یو انسان برید وکړ او هغه یې وواژه. په دغه سیمه کې د ۲۰۱۶ په مارچ کې یو بل زمری وروسته له هغه د خلکو له خو ووژل شو چې پر یو انسان یې برید وکړ او هغه یې زخمي کړ.

XS
SM
MD
LG