د هند پولیسو د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا ۶) وویل چې شپږ نوي زیږیدلي ماشومان د پلازمینې ډهلي په یو روغتون کې د اور لګیدنې له امله مړه شوي او خلکو د ماشومانو د ژغورلو لپاره د اور لمبو ته وردانګلي دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په خواله رسنیو کې د اور لګیدنې او مړینې پیښه "زړه بوږنووکې" بللې ده.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اور وژنې ډله وروسته له هغې سیمې ته ورسیدله چې د شنبې په ماښام ناوخته په ډهلي کې د ماشومانو په یو روغتون کې اور ولګیده.
خو په راپور کې راغلي چې په لومړنیو حساسو شیبو کې د پیښې عیني شاهدانو د اور په لیدلو سره د نوي زیږیدلو ماشومانو د ژغورلو لپاره په زړهورتیا د اور مقابله وکړه.
د ډهلي د پولیسو یو چارواکي سوریندرا چوهدري وویل چې خلکو په روغتون کې ټول دولس نوي زیږیدلي ماشومان د اور له لمبو څخه راویستل خو په وینا یې شپږو ماشومانو ساه ورکړې وه.
چوهدري ټینګار وکړ چې د روغتون له مالک سره به قانوني چلند وشي.
د ډهلي په روغتون کې اورلګیدنه څو ساعته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې هم په یو پارک کې د اور لګیدنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان ووژل شول.
اور د بولینګ او نورو لوبو په یو سالون کې چې ګڼ شمیر ځوانان په کې و لګیدلی و او د پولیسو په وینا ځینې کسان دومره بد سوزیدلي چې نه پیژندل کیدل.
په هند کې د خراب ساختماني سیستم، ګڼې ګوڼې او د خوندیتوب د مقرراتو د نه مراعتولو له امله اورلګیدنه ډیره معمول ده.
فورم \ دبحث خونه