د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل ۶ لوبډلې معلومې شوې


په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په حذفي پړاو کې دوشنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) کروشیا جاپان ته د لوبې تر مساوي کیدو وروسته په پینالټي کې ۳-۱ ماتې ورکړه او پدې سره یې د کوراټر فاینل پړاو ته لار پیدا کړه.

په دویمې لوبې کې بیا برازیل جنوبي کوریا ته په یوې په زړه پورې لوبې کې ۴-۱ ماتې ورکړه او د کروشیا سره یو ځای یې ځان د دې سیالیو څلورم پړاو ته وویست.

د دې لوبډلو تر څنګ انګلستان، فرانسه، هالنډ او ارجنټینا هغه لوبډلې دي چې کوارټر فاینل ته وتلي دي.

ټاکل شوې چې د شپاړلسو لوبډلو په پړاو کې وروستۍ دوه لوبې د مراکش- هسپانیې او پرتګال- سویټزرلینډ تر منځ وشي.

په لومړي کوارټر فاینل کې کروشیا د برازیل او په دویم کې هالنډ د ارجینټیا سره مخ کیږي چې دواړه لوبې د روانې ډسمبر میاشتې په ۹ مې د جمعې په ورځ کیږي.

همدرانګه به د شنبې په ورځ انګلستان د فرانسې سره د نیمه پای لوبې د وتلو لپاره سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG