د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې ادعا


په بلخ کې د وسله والو طالبانو او ولسي خلکو دوژل
په بلخ کې د وسله والو طالبانو او ولسي خلکو دوژل

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د شمال په نهو ولایتونو کې ځمکني او هوايي بریدونو کې ۵۱ طالبان وژلي او ۱۳ نور ژوبل کړي دي.

د دفاع وزارت وايي چې ۱۳ ځمکني او ۱۲ هوايي بریدونه شوي او شپږ وسله وال ژوندي هم نیول شوي دي. په همدې حال کې په دغو عملیاتو کې د بلخ په ولسوالۍ کې د ځینو ولسي خلکو د وژلو ادعا هم شوې ده.

د سیمې خلکو په دې اړه د یکشنبې په ورځ (جنوري ۲۵) مظاهره هم وکړه. سره له دې چې افغان ځواکونو لا د ولسي تلفاتو خبره نه ده تاید کړې، خو د رویټرز خبري اژانس وایي‌ چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو حکومتي پلاوی بلخ ته ځي.

د خیبر امیري په نوم د بلخ ولسوالۍ د «بوکه» سیمې یوه اوسېدونکي نن یکشنبه د «سلواغې پر۶مه» امریکا غږ ته وویل :"تېره شپه اووه بجې د ۲۰۹ شاهین قول اردو اړوند هوايي ځواکونو پر یوې غریبې کورنۍ بم وغورځوئ چې درې ښځې او درې ماشومان پکې ووژل شول."

بلخوا د یادې سیمې سلګونو اوسېدونکو د یاد برید په غبرګون کې د بلخ ولسوالۍ په وزیر محمد ګل خان مهمند څلور لارې کې د اعتراض په توګه راووتل.

معترضین
معترضین

معترضین چې د وژل شوو کسانو جسدونه هم ورسره وو، وویل، که د یاد برید عاملین معلوم او مجازات نشي تر هغو به خپل مړي خاورو ته ونه سپاري.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي رئیس عبدالخالق بیا امریکا ته وویل :"الوتکو بمبار کړی دی، اوه خویندې او ماشومان شهیدان شوي دي، زه نن دلې یم او خلک راوتلي دي مظاهرې کوي."

پر همدې مهال په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین په یاده ولسوالۍ کې هوايي بریدونه تائیدوي، خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورنه نه رد او نه هم تائیدوي.

د دغه قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل: "کوم راپورونه چې موږ ته رسېدلي دي، تېره شپه په پنځو کلیو کې هوايي بریدنه شوی دي تر اوسه ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي، په بوکه سیمه کې هیڅ مقاومت نه دی شوی، موږ په دغه برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه هم رد او نه تائیدو."

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد هم وايي چې په یاده سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي، خو وايي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه راپور نه لري.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د دوشنبې په ورځ د بلخ په دغه هوایي برید کې د شپږو ملکي وگړو مړینه تائید کړه.

XS
SM
MD
LG