د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې ځواکونو په برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي


د سوریې په شمال کې ترکي ځواکونه
د سوریې په شمال کې ترکي ځواکونه

د ترکیې د دفاع وزارت وايي د سوریې د رژیم د ځواکونو د توغندیو په برید کې پنځه ترکي سرتېري او یو ولسي کس وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ګواښ کړی دی چې د ځان د دفاع لپاره به هر اقدام وکړي. په همدې حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجیب طیب اردوغان ویلي چې له دغه برید وروسته د ترکيې ځواکونو د سوریې په شمال کې پر یو شمیر اهدافو برید کړی.

رجب طیب اردوغان په اوکراین کې د یو رسمي سفر په ترڅ کې نن د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ٣) وویل چې د ترکیې توپچي قواو د سوریې په ادلیب ولایت کې ۴٦ هدفونه ویشتلي دي.

ښاغلي اردوغان ویلي چې د ترکیې هوایي ځواک هم پدغو عملیاتو کې دخیل و او د شواهدو له ښودلو پرته یې ادعا کړې چې له ٣٠ څخه تر ٣٥ پورې سوري سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

خو په بریتانیه کې میشت د سوریې د جگړې د څار یوې ډلې ویلي چې پدې پیښه کې د سوریې د حکومتي ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي دي.

دمخه د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي وو چې ترکي اضافي ځواکونه ادلیب ته لیږدول شوي او د سوریې محلي اداره یې پدې هکله دمخه خبره کړې وه، خو بیا هم د دوی پر سرتیرو ډزې شوې دي. څلور ترکي سرتیري وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ښاغلی اردوغان وایي روسیې ته یې ویلي چې د سوریې د برید په صورت کې انقره هیڅ ډول حالاتو ته پابنده نه پاته کیږي: "دا مونږ ته ممکنه نده چې کله زمونږ سرتیري شهیدان کیږي او مونږ چپ پاته شو."

پدې ترڅ کې د روسیې پوځ ویلي چې پر ترکي ځواکونو باندې له برید وروسته د دوی هوایي ځواک دوشنبه ناوخته په ادلیب کې د بې طرفه سیمې کنترول ترلاسه کړ. په سوریه کې د روسیې د پوځ مشورتي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د ادلیب فضایي حریم په بشپړه توگه د روسي هوایي قواو له لورې څارل کیږي".

د ترکي او سوریې ځواکونو ترمنځ دغه نښته د ساراقیب ښار ته نژدې په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې د سوریې حکومتي ځواکونو حلب ته نژدې په ادلیب کې د یاغیانو پر مرچلو باندې یرغل کړی دی.

XS
SM
MD
LG