د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د افغان ځواکونو ۱۶ همکاران په داخلي برید کې وژل شوي


د هلمند امنیتي چارواکو پيښه تائید کړې او ویلي دي، په دغه داخلي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکو پيښه تائید کړې او ویلي دي، په دغه داخلي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو په یوه مرکز کې د دغه مرکز ۱۶ وسله وال د خپلو همکارانو له لوري وژل شوي دي.

د ملي امنیت دغه همکار ځواکونه د یو ترکي تلویزیوني سریال د "سونګریانو" په نوم شهرت لري او د افغان امنیتي ځواکونو په ملتیا د هلمند په نا امنه سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفینو پرضد فعالیت کوي.

پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا راډیو ته پېښه تائید کړې ده، خو د دغې پیښې په اړه د جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

ښاغلي ځواک وویل " په ګرشک ولسوالۍ کې زموږ د امنیتي ارګانونواړوند په پوستو کې د نفوذي عمل تر څنګ د وسله والو مخالفینو بریدونه هم پر یوه وخت شوي چې زموږ یادو پوستو کې يې هم مرګ ژوبله رامنځ ته شوې او مخالفینو ته هم په ځوابي برید کې مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر يې ندی معلوم".

خو د هلمند د پوليسو یوه لوړ پوړې مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د یخچال په سیمه کې د ملي امنیت د همکارو ځواکونو په مرکز کې په نفوذي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او برید کونکې ۴ تنه يې د دولت له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي.

سرچېنې زیاته کړه چې برید کونکې ۴ واړه کسان د وسله والو طالبانو نفوذي کسان وو او تر برید وروسته يې وسلې او وسایط هم له ځانه سره وړي دي.

د هلمد ولایتي مقامات وايې چې په دې ولایت کې له تیرو دوو کالو راهیسې د محلي پوليسو په څېر د ملي امنیت تر مدیریت لاندې یو ځواک جوړ شوی چې د هلمند د امنیت په ښه کېدو کې يې ډیره مرسته کړې ده.

تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG